ګډوځواکونو په غزني،پکتیا او کندهار کې ولسي خلکو ته بیساري زیانونه ور اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۱)

راپورونه وایي چې د غزني په قره باغ، د پکتیا په زرمت او د کندهار په شاولیکوټ ولسوالیو کې افغان او امریکایي ځواکونو ګڼ شمیر ولسي کسان وژلي او لوړ مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

سیمیزې سرچینې وایي،ګډوځواکونو تیره شپه د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ پر بازار چاپه وهلې او درۍ(۳) تنه ولسي کسان یې په مخامخ ډزو وژلي دي.
دغه راز یې نږدې (۷۰) عرادې شخصي وسائط سوځولي او د ولسوالۍ ودانۍ چې د طالبانو په کنترول کې ده په بمونو الوزولې ده.

همداراز یې په سیمه کې د تیلو یو پمپ،د بازار جامع جومات او ګڼ شمیر دوکانونه یې ویجاړ کړي دي.

طالبانو پیښه بشري جنایت بللی او غندلی یې دی، خو افغان چارواکو د کانونه ،جامع جومات او شخصي وسایط د وسلوالو طالبانو اړوند بللي او مسؤلیت یې منلی دی.

په یوه بله پیښه کې د غزني په څنګلوري ولایت پکتیا کې هم په ملکي تأسیساتو ورته بریدونه شوي.
د دغه ولایت ځایي خلک وایي چې تیره شپه د زرمت ولسوالۍ د “بدرالدین“ بازار سیمه کې ګډوځواکونو د چورلکو په مټ د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې او د یوه دیني عالم په ګډون یې څلور (۴) تنه کلیوال  وګړي په ډیر ظلم سره شهيدان کړي دي.

دغه راز یې د یو شمیر کورونو دروازې د درنو وسلو په مټ لمنځه وړې او د بازار دوکانونه یې تر چور کیدو وروسته ټول په بمونو الوزولي او له منځه یې وړي دي.

په یوه بل خبر کې د کندهار چارواکو ادعا کړې چې د شاولیکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې ۱۱ وسلوال طالبان وژلي، خو سیمیز خلک او وسلوال طالبان وایي چې ګډوځواکونو په دغه پیښه کې ۲ ملکي کسان په ډزو شهیدان کړي او دخلکو څو عرادې موټرسایکلان او د وژل شويو ملکسانو جسدونه  یې له ځان سره وړي دي.

باید وویل شي چې په تیرو دریو ورځو کې نږدې بنخوس تنه ملکي هیوادوال د ګډوځواکونو له خوا وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، ارګ ،د بشري حقوقو اداره او دبښنې نړیوال سازمان یې پر وړاندې لا هم چوپ دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close