ګډوځواکونو په غزني او هلمند کې ۹ تنه ښځې او ماشومان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۰)

د ګډوځواکونو په عملیاتو کې په غزنی او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمیر ښځې او ماشومان وژل شوي.

له غزني څخه راپورونه وایي چې تیره ورځ د غزني ولایت مرکز کج کلا، نیازو او زلزلي کلیو باندې امریکایي ځواکونو بمبار کړی چې ګڼ کورونه یې نړولي او د یوه ماشوم په ګډون یې ۳ تنه شهیدان کړي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ د هلمند دګرشک په میرمنداب سیمه کي دګډوځواکونو عملیات د طالبانو له غبرګون سره مخ شوي چې د تلفاتو تر لیدلو وروسته یې په سیمه کې درنه بمباري کړې او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
سیمیزې سرچینې وایی، په دې پیښه کې پنځه (۵) تنه ښځې او ماشومان شهیدان شوي او ۱۱ تنه سیمیز مخور یې له ځانه سره وړي دي.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په همهاله توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ملکي خلکو پر کورونو چاپې او بمبارۍ دوام لري چې تر دې مهاله یې سلګونو افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.
باید وویل شي چې پر دې پیښو تر اوسه نه افغان حکومت، نه  نړیوالې ټولنې او نه هم د بشر حقوقو ادارې کوم غبرګون ښوودلی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close