ګډوځواکونو په ننګرهار او پروان کې ۱۵ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲)

راپورونه وایی چې افغان او امریکایي ځواکونو په ګډه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او د پروان په جبل السراج کې ګڼ شمیر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.
خبر زیاتوي، تیره شپه امریکایی ځواکونو د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې پر ولسي میشت ځایونو بمباري کړې ،چې له امله یې ۳ کلیوال وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت روغتیایی مسؤلینو له قوله د ځینو ټپیانو حالت د اندیښنې وړ ښوودل شوی دی.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې امریکایي او افغان ځواکونو په ګډه د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې.
د سیمې خلک وایي، ګډو ځواکونو په لوی لاس ملکیان هدف ګرځولي او په مخامخ ډزو یې ۴ تنه ولسي وګړي ځای پر ځای وژلي دي.
ګډو ځواکونو دغه راز ۲ کورونو ته هم انفجار ورکړی او له سیمې یې ۴ تنه کلیوال هم د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.
د یادونې وړ ده چې په تیرو دریو ورځو کې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا په بیلابیلو ولایتونو کې نږدې سل تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي؛ چې افغان حکومت یې په تړاو تر دې دمه د کوم غبرګون جسارت نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close