ګډوځواکونو په ننګرهار او کندهار کې نږدې شل ولسي وګړي وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۹)

راپورونه وایي چې د امریکایي ځواکونو په ملتیا تیره شپه او نن ورځ د ننګرهار په غني خیلو او د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۹ ولسي وګړي په مخامخ ډزو وژلي.

سرچینې وایي، ګډوځواکونو تیره شپه د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ اړوند اړوند شیرګړ سیمه کې د ولسي خلکو پر کورونو داسې مهال چاپه اچولې چې سیمه کې د مخالفینو کوم حضور نه و.
خبر زیاتوي، ګډو ځواکونو په دې چاپه کې ۳ تنه کلیوال وژلي ۳ ټپیان او ۴ یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.

دغه راز یې د خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي او د ځایي خلکو په وینا چې ګډوځواکونو ترې په زیاته کچه د کور سامانونه او قیمتي مالونه هم وړي دي.

بل پلو د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند په یو شمیر کلیو کې امریکایي او افغان ځواکونو عملیات پیل کړي.

د سیمیزو سرچینو د خبر ترمخه؛ تر اوسه په دې عملیاتو کې ۱۶ ولسي وګړي ، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، په مخامخ ډزو وژل شوي او همدومره نور د بندیانو په توګه له کورونو بیول شوي دي.
سرچینې زیاتوي، عملیات دشهیدانو څخه بیاتر ګل زمان بازار پوري په ټولو میشتو کلیو کې پیل شوي، په داسې حال کې چې د عملیاتو پرمهال په سیمه کې د طالبانو کوم تحرکات هم نه وو.

پر ولسي خلکو دا بریدونه داسې مهال کیږي، چې د هیواد په ډیری ولایاتو کې کلیوالې سیمې د امریکایي او افغان ګډوځواکونو تر ناڅاپي بریدونو لاندې دي او په وروستیو څو اونیو کې د هیواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه ولسي وګړي د شپنیو چاپو او هوایي بریدونو ښکار شوي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close