ګډوځواکونو په کابل،پکتیا،کاپیسا او نیمروز کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۰)

راپورونه وایي چې ګډوځواکونو په خپلو عملیاتو کې نن ورځ هم د تیر په څیر په پراخه کچه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د خبرونو ترمخه، تیره شپه د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د اوزبین سیمې په چنار کلي کې امریکایانو د خپلو افغان ملګرو پرمټ د واده پر مراسمو چاپه وهلې.
خبر زیاتوي، په دغه شـپنۍ چاپه کې یو ۱ کلیوال شهید شوی او زوم او پلار یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دغه راز ګډوځواکونو د سیمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په مرکز کې افغان ځواکونو د یو کور دوه ۲ میرمنې په مخامخ ډزو په شهادت رسولې او ۱۰ تنه کلیوال یې له ځانه سره دبندیانوپه توګه وړي دي.

همداراز نن ماسپښین د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند ګلارام سیمه کې امریکایي ځواکونو په یوه جامع مسجد بمبار کړی، چې په نتیجه کې یې مسجد تخریب شوی، ۵ تنه کلیوال شهیدان شوي، ۴ تنه نور ټپیان دي.

خبرونه وایي چې تیره شپه د پکتیاولایت زرمت ولسوالۍ په کوتخیلو سیمه کې امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې ، ۱ کلیوال یې شهید کړی، ۳ تنه ټپيان کړي او ګڼ نور یې له ځان د بندیانو سره وړي دي.
دغه راز ګډوځواکونو د کورونو د تلاشي پر مهال ګڼ شمیر کورونه چور کړي او خلکو ته یې پراخ مالي زیان اړولی دی .
‏‎
همداراز خبرونه وایي چې تیره شپه د کاپیساولایت نجراب ولسوالۍ افغانیه سیمې د بر ملایانو په کلي کې امریکایي ځواکونو او د صفریک قطعې عسکرو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او په یوه کور کې یې یوه ۱ ښځه شهیده کړې ،۸ نورې ټپیانې دي.
همداراز یې دکلي مسجد منفجر کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي؛ تیره ورځ د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د سیدجمال الدین په عالی لیسه امریکایي ځواکونو بمبار وکړ، چې له امله یې د لیسې او قومندانۍ ودانیو ډیرې برخې تخریب شوې ، خو له نیکه مرغه په بمبار کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close