ګډوځواکونو په کاپیسا او غزني ۱۳ تنه ولسي کسان شهیدان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵)
د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا پر ولسي کسانو د ناتاره بریدونو په لړ کې دا ځل په کاپیسا او غزني ولایتونو کې هم ولسي خلک په نښه شوي .
خبرونه وایي، تیره ورځ د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د ‘نوروزخیلو‘ په سیمه کې ګډوځواکونو پر ولسي میشت ځایونو بمبارۍ کړې .
سیمیزې سرچینې وایي چې، دغه بریدونه د بې پیلوټه الوتکې په مټ ترسره شوي چې په کې ۳ تنه ماشومان او دوه سپینږیري په شهادت رسیدلي او ګڼ کورونه تخریب شوي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې امریکایي ځواکونو تیره ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د ولسي خلکو پر کورونو بمبار کړی دی.
وروستي راپورونه وایي چې په دې بمبارۍ کې ۷ تنه د سیمې عام وګړي شهیدان شوي او د ولسوالۍ اړوند د رحیم خیلو، یاروخیلو او کوټه سنګي په نامه سیمو کې ګڼ شمیر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
افغان حکومت د تیر په څیر بیا هم د دې بریدونو په تړاو خپله چوپتیا نه ده ماته کړې.
طالبانو دواړه بریدونه بشر ضده جنایت بللی او غندلی یې دی