ګډوځواکونو په کندهار او غزني کې ۱۰ تنه ولسي کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۶)

راپورونه وایي چې افغان او امریکایي ځواکونو د کندهار په میوند او د غزني په مقر ولسوالۍ کې ۹ تنه کلیوال وګړي شهیدان کړي.
خبر زیاتوي، تیره شپه افغان او امریکایي ځواکونو د کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند د “ګرماوک کاریزو“ سیمه کې چاپه وهلې او شپږ⑥ تنه کلیوال وګړی یې په مخامخ ډزو وژلي.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، د دغې ولسوالۍ د “چینو“ په سیمه کې الوتکو پر یوه کور بمونه غورځولي چې  د مالی زیان سربیره په کې یوه ماشومه انجلۍ هم شهیده شوې ده.
دغه راز ګډو ځواکونو دخلکو ۲ موټر او څو عرادي موټرسایکل هم سوځولي او د کلي ۹ تنه اوسیدونکي یې له ځانه سره دبندیانو په توګه وړي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د “اټل“ پر کلي بي پیلوټه الوتکې برید کړی، چې له امله یې درۍ³ تنه کلیوال وګړي شهیدان شوي دي.

طالبانو دواړه بریدونه بشري جنایت بللی او قربانیان یې ټول ملکي خلک بللي دي.
ګډحکومت او د بشري حقوقو په نامه سازمانونو تر دې مهاله د دغو بریدونو په تړاو د کوم غبرګون جسارت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close