ګډو ځواکونو لوګر مرکز کې ځاني او مالي زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۴)

ګډو ځواکونو تيره شپه د لوګر ولايت په مرکز کې د عملياتو پر مهال د ملکي خلکو کورونه په بمونو الوزولي او د يو تن د وژل کېدو سربيره څو تنه يې ټپيان کړي هم دي.

ځايي سرچينې وايي، بهرنيو او ځانګړو ځواکونو د مرکز مربوط په پورک او داودخيلو سيمو کې د عملياتو پر مهال د “روښان او رحیم” په نومونو د سيمې د دوو تنو کورونه په بمونو الوزولي او د “فیض محمد او صديق” کورونه يې له يوې مخې ويجاړ کړي دي.

د سرچينې په وينا، عملياتي عسکرو د سيمه ييزو خلکو یو شمير موټرونه هم ویجاړ کړي او د پلټنو پر مهال يې له کورونو قيمتي توکي او پيسې وړي دي.

د داودخيلو کلي اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو د محمد روښان په نوم يو تن په ډزو وواژه او ګڼ نور يې وهلي، ډبولي او ټپيان کړي دي.

ګډ ځواکونه ډير کله د شپنيو عملياتو پر مهال هوايي بريدونه او بمبارۍ هم کوي چې له کبله يې عامو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.

وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يوناما وويل، چې د کاپيسا په تګاب کې پر يوه کور د هوايي برید په ترڅ کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي خو ځايي اوسېدونکي د وژل شويو ملکي وګړو شمير نږدې شل تنه ښيي.

دغه راز تازه يوناما ويلي، چې د میدان وردګو د جغتو ولسوالۍ په بمبارۍ کې چې تيره یک شنبه ترسره شوي دوولس ملکي وګړي وژل شوي خو دفاع وزارت وايي یاده مرګ ژوبله نه تاييدوي او سيمې ته د پلټنو لپاره هيت لېږل شوی دی.

له تيرو څو مياشتو راهیسې ګډو ځواکونو د شپنيو عملياتو لړۍ تونده کړې چې ډير وخت پکې ملکي ميشت ځايونه او عام خلک په نښه کېږي او ولسي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي چې وروسته يې حکومت د پلټنو وعدې کوي خو وروسته یاد عمل بيا تکرار کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close