ګډو ځواکونو ننګرهار او لوګر کې خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۱)

د راپورونو له مخې، تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو او د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د عامه ځايونو سربيره خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د لوګر سيمه ييزې سرچينې وايي، تيره شپه ګډو ځواکونو د نوموړې ولسوالۍ مربوط په “چهارکلا” سيمه کې عمليات کړي چې پر مهال يې د عامو خلکو کورونه پلټلي او د يو مسجد د ويجاړولو سربيره يې د کلي درې تنه عام ولسي وګړي هم وژلي دي.

دغه راز د خوګياڼو ولسوالۍ په نکړخيلو سيمه کې هم د ګډو ځواکونو په عملياتو کې يو سيمه ييز روغتون او يو ښوونځی ویجاړ شوی دی.

د نکړخيلو یو تن اوسېدونکی حضرت الله وايي، ګډو ځوکونو د عامو خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولي، یو شمير کورونه يې پلټلي او له ځينو کورونو يې پيسې او قيمتي توکي هم وړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو د کلي يو سپين ږيری وژلی او يو شمير کسان يې وهلي هم دي.

د حضرت الله په وينا، ګډو ځواکونو په ياد سيمه ييز کلينيک کې شته درمل سوځولي او د ښوونځي ځينې برخې يې هم ویجاړې کړي دي.

چارواکي په برکي برک ولسوالۍ کې عمليات تاييدوي وايي، په دغه عملياتو کې د صفریک قطعې هم برخه لرله چې هوايي ځواکونو يې ملاتړ کاوه.

په وروستيو کې د صفر۱، صفر۲ دوه قطعو عمليات زيات شوي چې د بهرنيو ځواکونو ځمکنی او هوايي ملاتړ هم له ځان سره لري او ډيری شپني عمليات کلیوالو سيمو ترسره کوي چې ډير ځله پکې ولسي خلکو په نښه کېږي او هغوی ته پکې ځاني او مالي زيانونه اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close