ګیره پریښودل مو له مختلفو ناروغیو ژغوري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۲ فرید افغان)

ګیره د انسان د ښکلا سره سره ګڼ شمیر روغتیایي ګټې لري چې اوسني ساینسپوهان ورته په ډیر درنه سترګه ګوري.

ساینسپوهانو ثابته کړې چې ګیره انسان له مختلفو جلدي مشکلاتو، الرژي یا حساسیتونو او ډول ډول ناروغیو ژغوري.

ګیره د لمر د ضرري وړانګو پر وړاندې د جلد ښه ساتنه کوي او په دې هکله د استرالیا ساوثرن کویینزلند پوهنتون نوې څیړنه ښیي چې ګیره د انسان دمخ له جلد څخه چې ډیر نازک دی، د لمر د مضرو وړانګو له ۹۰ تر ۹۵ سلنې مخه نیسي.
همداراز څیړنه ښیي چې ګیره د ژر زوړوالي او د پوستکي د سرطان په مخنیوي کې مهم رول لري.
د بریتانیا د جلدي ناروغیو لوی متخصص داکتر نیک لو یک وایي په ټولیزه توګه ویښتان د لمر د مضرو وړانګو مخنیوی کوي د نوموړي په وینا ویښتان د SPF د فاکتور په څیر کار کوي څومره چې پرمخ ویښتان زیات وي هغومره به سړی له ناروغیو په امان وي.
همداراز ګیره د حساسیت او نفس تنګي مخه هم نیسي .
زیاتره څیړنې ښیي چې په سړیو کې کې د دوړو ګردونو او نباتاتو کې د کارکولو له امله هغه مضره وایروسونه د انسان سږو او بدن ته داخلیږي چې بیا ترې د نفس تنګي په ګډون ډول ډول ناروغۍ پیدا کیږي، له همدې امله د پوزې دننه ویښتان د نفس تنګي او د مخ ویښتان دمختلفو الرژیو یا حساسیتونو شمیر راکموي.
د ګیرې ویښتان د هغو مضرو بادونو او هواګانو چې مستقیماً پر جلد اثر غورځوي مخنیوی کوي .

د ویښتانو متخصص ډاکټر کارول واکر وایي؛ د زنې لاندې ویښتان د مختلفو ناروغیو مخه نیسي.

د تنفسي ناروغیو متخصص داکتر داکتر فیلیکس چوا وایي؛ ګیره او د غاړې ویښتان د روغې څټې ضامن او د یخنۍ او ګرمۍ پر وړاندې دجلدي مرضونو یو فزیکې مخنیوی دی .

داکتر مارتین وید وایي؛ ګیره درلودل د عفونت، مضرو باکتریاوو، او التهاب مخنیوی کوي او په وینا یې چې ځوانان دې د خپل ښایست سربیره د خپل صحت لپا ه هم د ګیرې له مزایاو خوند واخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close