گواټیمالا کې د غره په ښوېدنه ۷۳ تنه مړه شول

کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۴
انصار
نړيوالو رسنيو د لاتيني امريکا گوټيمالا د پيښې په اړه په خپل راپورکې وايي چې په ایل کیمبر کلي کې د غره ښوېدنې له کبله ۷۳کسان مړه شوي دي.
ایل کیمبر سیمه د گواټیمالا له پلازمېنې نه ۱۵کیلومتره لرې پرته ده.
د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې شاوخوا ۳۵۰کسان د تېږو او خاورو لاندې شوي دي، تر خاورو لاندې شویو کسانو په اړه لټون پيل شوی دى.
د پېښې په اړه د گواټیمالا دولتي ویاند جولیاباریرا وايي، دغه ډله تر دې دمه بریالۍ شوې چې د ۲۶کسانو ژوند وژغوري، او نور مرستندویه کار کوونکي هڅي کوي چې د ژونديو کسانو ژوند وژغوري.
د گواټیمالا د بېړنیو مرستو د ادارې ویاند خولیو سانچز وايي، متحده ایالاتو او مکسیکو دغه هېواد ته د مرستې وړاندیز کړی دی، خو دوی لا دغه مرستې نه دي منلې.
راپور زياتوي چې دولت به په سیمه کې تر ۷۲ساعتونو پورې به د ژغورنې عملیاتو ته دوام ور کړي.
یوه مرستندویه کار کوونکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې له ۷۲ ساعتونو وروسته د ژوندي پاتې شویو کسانو موندنه ډېره شونې نه ده.
سیمه ییزو چارواکو له پېښې مخکې په کمبری سیمه کې د ډېر اورښت او د ګواښ په اړه یې خبر ور کړی و.
د ګواټيمالا هېواد چارواکي وايي، په ایل کیمبر کلي کې د غره ښوېدنې له کبله لسګونه کسان وژل شوي دي، خو په دا وروستیو کلونو کې دغه کلی ډېر پراخ شوی وو، او د لرګیو د کورونو جوړول په کې ډېر شوي وو.
گواټیمالا یو غرنی هېواد دی چې طبیعي پېښې لکه اورښت او سخت توپان ورته لوی ګواښ جوړ کړی.
له دې مخکې په ۲۰۰۵کال کې هم سخت باران د ځمکې د ښویدنې لامل شو او سلګونه کسان په سانتیاګو اتیتلان کې تر خاورو لاندې شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close