گډ حکومت د زوال اخېرې شېبې شمېري/ خالد روان

د ځمکې پر سر ډېری نظامونه کفري دي. چارواکي یې، خلک یې، د حکومت طرز یې او هر څه یې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او له مخې کافران دي. خو الله جل جلاله بیا هم پرېښي؛ ځکه پر خپلو خلکو داسې ظلمونه نه کوي، لکه کوم ظلم چې په اسلامي هېوادونو کې پر مسلمانانو د مسلمانانو په نامه چارواکي کوي.

افغانستان، سوریه، لیبیا، یمن، عراق، سوډان او په نوره اسلامي نړۍ کې همدغه لوبه روانه ده. دلته خلقیانو، پرچمیانو او کمونیستانو پر خپلو خلکو داسې ظلمونه وکړل، چې آن روسان ورته حیران پاتې شول. د همدغو منفورو څېرو او واک وږي‌توب له امله یې یو قوي نظام ړنگ کړ، د خپل واک  د ټینگښت له‌پاره یې روسان راوغوښتل او د روسانو او افغان مجاهدینو ترمنځ پوره لس کاله خونړۍ جگړې وشوې او باالاخره روسان مات شول. د روسانو له وتلو سره دوه نیم میلیونه افغانان شهیدان شول، میلیونونه معیوب، میلیونونه کډوال او یو جوړ افغانستان پر کنډواله بدل شو، چې په هر لحاظ موږ پوره تاوان وکړ؛ خو په تاریخ کې مو نوم د اتلانو په نامه ثبت شو او شوروي اتحاد یوازې روسیه پاتې شوه او زموږ د قربانۍ له امله ټولې منځنۍ اسیا خپلواکي واخیسته.

 د کورنیو جگړو وروسته افغانانو یو ځل بیا د ارام ساه واخیسته او د شمال د ځینو سیمو پرته نور ټول افغانستان بیا د یوه مرکزي نظام څښتن شو. د افغانانو د کلونو انتظار پای ته ورسېده او دلته یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شو. امریکا او ټولې کفري نړۍ ته دغه نظام د منلو نه وو او د یوه اسامه په بدل کې دلته یو میلیون انسان ووژل شول او دغه خونړۍ لړۍ تراوسه روانه ده.

امریکا او نړیوالو متحدینو یې په تېرو اوولس کلونو کې دلته د بشریت ضد جنایتونه کړي او دغه لړۍ تراوسه روانه ده. ودونه، جنازې، مسجدونه، مدرسې، کلي، بازارونه او د خلکو د گڼې گوڼې ډک ځایونه لسگونه ځلې بمبار شول، چاپې، وژنې، شکنجې، ځورونې، زندانونه او د عامو خلکو له عزت سره لوبې تراوسه روانې دي او دغه پېښې ډېرې د هغو خلکو په لاسونو کېږي، چې له بده‌مرغه افغانان دي.

کرزي او اوس اشرف غني دغه هرڅه لیدل/ ویني. خو د خپل بادار پر وړاندې سپوڼ هم نه‌شي کولی. د ترهگرۍ سره د مبارزې په نامه دلته هره ورځ لسگونه افغانان مړه کېږي، کورونه یې ورانېږي او له یوه کوره غبرگې جنازې پورته کېږي. یوازې روانه اوونۍ د ننگرهار په خوږیاڼیو کې، د خوست په باک ولسوالۍ کې او د لوگر بابوس کلی له خاورو سره خاورې شول. گډ حکومت دغه هر څه په ډېرې بې شرمۍ ومنل او آن شهیدان شوي ماشومان یې د طالب مشرانو په نامه یاد کړل.

امریکا او ناټو یوازې یوه پلمه غواړي او نور له افغانستانه په وتلو دي؛ خو د گډ حکومت چارواکي یې ورته زاري کوي، چې مه ځئ. که تاسې ووتئ؛ نو طالبان به افغانستان د یوې ورځې په اوږدو کې ونیسي او دلته به بیا داسې نظام جوړ شي، چې تاسې سره به حتا سفارتي اړیکې هم ونه لري او ستاسې گټې به په منځنۍ اسیا کې څوک خوندي کوي؟

گډ حکومت، امریکا او ناټو دې د خپل زوال شېبې وشمېري او که لرې نه وي، نو په راتلونکو څو ورځو کې به د دوی ټغر له ټول افغانستان څخه ټول شي. ځکه ظالم نظامونه الله جل جلاله د ځمکې پر سر نه پرېږدي او ډېر ژر یې د زوال شېبې رانږدې کوي.

عام خلک دې خپله حوصله وساتي او په دې باید پوه شي، چې دغه لاسپوڅی نظام یوازې زموږ د وینو تږی دی، چې د خپلو بادارانو د خوشحاله ساتلو له‌پاره زموږ جنازې او وینې په ډالۍ کې ورکوي، څو دوی خوشحاله وي او دلته څو شپې نورې هم تېرې کړي. د دومره شهیدانو وینې به الله جل جلاله نه ضایع کوي او موږ به ډېر ژر د یوه شرعي او سوچه اسلامي نظام څښتانان شو. ان شاء الله

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close