یاغي

سلیمان لایق

څنګه تېره شوه ځوانی له ما نه پټه
څنګه وچ شول زما د عمر سره ګلونه
د ګلونو باغ مې پریښود پر اغزیو
زمان روزي په اغزیو کې میړونه
په څه سختو لارو لاړم بی تشویشه
هر قدم یې تورمرګونه، ګړنګونه
پخپل خوښه مې قربان کړل له وطنه
د ځوانئ رنګینی ورځې، شنه کالونه
نه پښیمان یم، نه بیزار له خپلې برخې
ما پخپله خپل ټاکلي تقدیرونه
په ښه نیت و، هر قدم چې ما اخیستى
که خبرې، که عمل و، که شعرونه
ناروا ته مې سر کوز نه کړ که هر څو
فتنه ګرو په ما وتپل تورونه
لا تر اوسه په مات شوي تندي اخلم
د وطن د دښمنانو ګذارونه
هیڅ بې لارې ته په وېره تسلیم نشوم
په ما ستړي شوو، ظلمونه، تهدیدونه
چا چې جګه کړه په ما ناره د کبر
مای مات کړل په ککره کې کبرونه
زه هغه د سرنوشت یاغي بیړئ یم
چې توفان ته مې سپارلي جلبونه
اوبه کړي مې د خپل همت په مټو
د لایق پر زړه د غرو غوندې غمونه

شعرونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close