یتیم امام ابو یوسف رحمه الله د بادشاه سره

لیک : احمد عبدالمنعم الحمامی.

ژباړه: تاج محمد عرفان

قاضي ابو یوسف رحمه الله وایی: کله می چی پلار وفات شو نو مور به می قصاب ته بوتلم چې له هغه سره کار وکړم ځکه لاس ېې ډیر تنګ و، خو ما به قصاب پریښود او د ابو حنیفه رحمه الله د درس حلقې ته به مې ځان ورساوه، او هلته به درس ته کیناستم.

 مور به می بیا راپسې راغله، زه به یې لاس نیولی له حلقی نه بیرته قصاب ته بوتلم، خو ما به بیا مخالفت کاوه او بیرته له قصاب نه حلقې ته تلم.

 کله چې زما دې مخالفت اوږد وخت ونیو نو مور مې امام ابو حنیفه ته یی وویل: دا هلک یتیم دی هیڅ نلري پرته له همغې څه چې زه یې د خوراک لپاره ورته برابروم، او تا دا هلک له ما نه بې لار کړ!

 هغه ورته وویل چپ شه ای رعناء، دی د علم زده کړه کوي، او د علم له برکته به ډیر زر له پادشاهانو سره یو ځای د فیروزه په  لوښو کې  فتسق په غوړیو کې فالوذج ( یو قسم اعلی خوراک ) وخوري.

هغی ورته وویل: ته یو داسی عالم یی چې خرافات وایی!

 ابو یوسف وایی: یوه ورځ رښتیا هم داسی راغله چې زه له هارون رشید پادشاه سره ناست وم او فالوذج یی د فیروزه په لوښی کی راوړ او ماته یی وویل: له دې نه خوراک وکړه، ځکه چی دا خواړه مونږ ته هر وخت نه تیاریږي.

ما وپوښتل: دا څه دی ای امیر المؤمنینه؟ هغه وویل: دا فالوذج دی، ابویوسف وایی:  ما وخندل.

پادشاه وپوښتل ولې دې وخندل؟

 ما ویل، هیڅ؛  هسی، الله دی امیر الله المؤمنین ته ډیر ژوند ورپه برخه کړي، هغه وویل چی ته می خبر کړه څه قصه ده؟

ما ورته قصه وکړه، هغه وویل علم ګټه لري او انسان دنیا او اخرت کی پورته کوی بیا یی وویل: الله دی په ابو حنیفه رحم وکړی، هغه به د سر له سترګو نه د عقل په سترګو زیات لیدل کول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close