یمن: سعودی الوتکو لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۸)

د عربي رسنیو د راپورونو پر اساس ، نن سهار د حوثي ځواکونو د توغندویزو بریدونو په غبرګون کې د عرب ایتلاف په مشرۍ د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن پر ضیحان ښارګوټي درنې بمبارۍ کړې.
د فارس خبري اژانس د المیسرة شبکې پر حواله راپور ورکړی ؛ په دې هوایي برید کې چې پر یوه بازار شوی ۳۹ ولسي کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

بل لور ته سعودي ویلي، چې د حوثیانو توغندویز بریدونه یې شنډ کړي خو په وینا یې چې د توغندویو د توغولو پر مهال ۱۰ یمنیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې .

په یو بل خبر کې ویل شوي چې سعودي الوتکو د عبس پر ښار هوایي بریدونه کړي او لس تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د یادونې وړ ده چې سعودي الوتکو په دې وروستیو کې یوځل بیا پر دغه هیواد خپلو بریدونو ته زور ورکړی او هڅه کړي حوثي یاغیان له توغندویزو بریدونو وغورځوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close