یمن: عربي اماراتو عسکر د امريکا په امر بنديان شکنجه کوي او جنسي تيري پرې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۱) متحده عربي امارات په يمن کې پټ زندانونه لري چې تر وروستۍ کچې پکې بنديانو ته شکنجې ورکول کېږي او پر هغوی د جنیسي تيريو راپورونه ورکول شوي دي.

د امريکا د اسوشيټيډپرس خبري اژانس، په يمن کې د متحده ايالاتو د پټو زندانونو په اړه په يوه راپور کې د زندانيانو له قوله ليکلي چې یادو زندانونو کې له بنديانو سره بد چلند غير اخلاقي او بشرضد کړنې ترسره کېږي.

سرچينې ته يوه زنداني د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، د نا معلومو دلايلو پربنسټ د عربي اماراتو د عسکرو له لوري نيول شوی او له يوه کال راهيسې درې پټو زندانونو ته وړل شوی او شکنجه شوی دی.

نوموړي زنداني، په يادو زندانونو کې د عسکرو له لوري ورسره شوی ناوړه چلند په پاڼو کې رسم کړی چې د اژانس له لوري دغه رسمونه خپاره شوي دي.

اسوشيټيډپريس خبري اژانس ته يوه بل عیني شاهد ويلي، د یمن په عدن ښار کې د “بیراحمد” په نوم يوه زندان ته به پنځلس پټ مخي کسان راتلل او پر بنديانو به يې له شکنجې وروسته جنسي تيري کول.

اژانس ته د المکلا ښار د ريان زندان يوه چارواکي ويلي، د دغه شکنجو او ظلمونو په ترسره کولو امريکا د متحده عربي اماراتو له عسکرو د لاس پاک په توګه استفاده کوي زياتوي “دغه کړنې د امریکا په امر ترسره کېږي، د شکنجو او جنسي تيريو پر وخت امريکايي عسکر په څو مترۍ کې د بنديانو ننداره کوي”.

یمن کې د زندانونو يو تن مسوول وايي، په دغو زندانونو کې ډيری يې د القاعدې غړي دي او په دې هدف د شکنجو او جنسي تيريو لاندې نيول کېږي چې جاسوسۍ کولو لپاره مجبوره شي.

تر دې مخکې هم په یمن کې د عربي اماراتو د شکنجو اتلس پټ زندانونه ښکاره شوي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close