یمن کې پر روغتون د سعودي الوتکو بمبار ۵۵ کسان وژلي

د یمن په الحدیده ښار کې پر یوه روغتون د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د اېتلاف د بمبارۍ له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د الجزیره ټلوېزون د خبر له مخې، د حوثیانو تر لاس لاندې د یمن د روغتیا وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې هوايي برید کې، چې د الثوره په نوم روغتون او د کب نیونې سیمه پکې په نښه شوې، لږ تر لږه ۱۲۴ یمنیان ټپیان شوي دي.

د ۲۰۱۵ز کال له مارچ میاشتې راهیسې، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د امریکا په لوجستیکي ملاتړ په یمن کې دننه هوايي بریدونه ترسره کوي څو د حوثیانو رژیم راوپرځوي او پر ځای یې د عبدربه منصور هادي په رسمیت پېژندل شوی حکومت بېرته واک ته ورسوي.

د الجزیره په خبره، په دې جګړه کې لس زره کسان وژل شوي او تر یو لک زیات ماشومان د سختې لوږې او ناروغیو له امله مړه شوي دي.

الحدیده بندر له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د حوثیانو په لاس کې دی. د دې بندر له لارې انساني ناورین ځپلي یمن ته د مرستې خوراکي توکي، تېل او روغتیايي مواد لېږل کېږي. ملګري ملتونه هڅه کوي چې دا سیمه له جګړو او بریدونو خوندي وساتي، ځکه اوس مهال دا یمن ته د مرستې رسونې یوازینۍ ستره لار ده.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close