یواځې وفاداره میرمن مو تاسو سره په قبر کې ملګرې وي!

ژباړه : فرمان الله نجرابوال

پاچا څلور میرمنې درلودې خو په دې ټولو کې دا څلورمه میرمن ورته ډېره ګرانه وه. د هغې دخوښې لپاره پاچا هر کار ترسره کاوه.

دوهمې میرمنې سره هم مینه کوله خو غولونکې مینه.

د پاچا سلامت درېمې میرمن داسې میرمن وه چې پاچا به کله ستونزو کې ښکیل شو بیایې دغې میرمنې ته پناه وروړه او هغې به ورسره د سختېو او ستونزو په حل کولو کې مرسته کوله.

‏ پاچا لومړۍ میرمنې سره هېچ مینه نه کوله ،هغې له پامه غورځولې وه، دهغې حق یې د پښو لاندې کړی و، دهغې سره ښه چال چلند نه کاوه. خو هغه ښځه مینه ناکه وه له خاوند سره ډېره مینه کوله.

پاچا ناروغ شو داسې احساس یې کاوه چې دمرګ وخت رارسیدلی دی. پاچا فکر وکړ چې زه دمګړۍ څلور میرمنې لرم زه نه غواړم چې یواځې لاړ شم.

پاچا له څلورمې میرمنې وپوښتل :تاسره ما ډېره مینه کړې،ستا هر غوښتنه ما منلې او پوره کړې ده ایا غواړې چې ماسره قبر ته لاړه شې هلته به نوی ژوند پیل کړو!؟

میرمن : نه ! نه! دا کار نه شم کولی پرته له دې چې پاچا سره کومه همدردې څرګنده کړې ولاړه.

پاچا دریمې میرمنې ته وویل:

یواځې د ژوند خوږې شیبې مې تاسره تیر کړې تاسره مې بې سارې مینه درلوده ایا ماسره په قبر کې ملګرتیا کوې !؟

میرمن :داسې ملګرتیا هېڅکله هم نه شم کولی.ژوند خوږ او ښایسته دی هر کله چې ومړ شوې له بل چا سره به واده وکړم.


پاچا دوهمې ته وویل:

په ژوند کې مې ته پناه ځای وې ، چې سختیو او ستونزو کې ګیر شوم تاته به مې پناه در وړه . تابه راسره مرسته کولو ډاډ به دې راکوو. اوس هم په سخت حالت کې یم له سخت یون سره مخ کیږم . ایا ماسره اوس په قبر کې ملګرتیا کوې !؟

میرمن : په بښنې سره دا کار مې په وس،توان پوره نه دی .دومره کولی شم چې ستا ګټ تر قبر کندې ورسوم.

پاچا سلامت چې داسې خواشینونکی ځوابونه واوریدل ډېر خپه شو چې له هغو میرمنو سره مینه درلوده داسې منفې ځواب واورید. نا څاپه د یو لیرې ځایه غږ اوریدل کېده چې ویل :

زه ستا ملګرتیا کوم ،زه تاسره قبر ته ځم هر چیرته چې ځې زه تاسره ځم.

پاچا وکتل هماغه لومړۍ مېرمن یې وه، هغه ډېره ضعیفه شوې وه په ملاكوپه وه، خاوند یې ورسره مینه نه درلوده ،دهغی حق یې نورو میرمنو ته ورکړی ؤ .دهغې حق دپښو لاندې شوی ؤ .آن تردې چې هغې د یوې خوږې خبرې حق نه درلود.!

پاچا چې د لومړۍ میرمنې وفادارې ولېده له ځانه سره وویل که چېرته ژوند د بیا ځلې لپاره راكړل شې تاسره به ډېره مینه ولرم. هغه ډېر پیښمان شو خو د هغه پښمیانتیا یې کومه ګټه نه کوله ځکه اوبه له ورخه تیرې شوې وي.


درنو لوستونكو !! په حقیقت کې مونږ یو هر یو څلور میرمنې لرو چې پدې څلورواړو کې یواځې یوه وفاداره ده هغه ددنیا ملګرتیا ترڅنګ د قبر ملګرتیا هم كوي.

١لنفس : نفس له مونږ سره شته په خوشالیو کې راسره مل وي. په مزو كې راسره وي خو هر کله چې مرګ راشي بیا مو یواځې پریږدي.

‏٢: مال او جايداد:
زمونږ د مرګ څخه روسته مال او جایداد مونږ پریږدي د نور خلګو لاس ته ورځي.

٣: كورنۍ او ملګري:
كورنۍ او ملګري مو په ژوندون کې ملاتړې وي خو دمرګ پر وخت کې یواځې د قبر تر کندې رسولو تمه ترې کولی شو.

‏۴‏: ښه اعمال او ښیګنې:

مونږ ښه اعمال او ښیګنې سره مینه نه کوو، بشپر حق مو نه ورکړی د ښه اعمال حق مو نفس ، مال جایداد، کورنۍ،ملګرو ته ورکړی د ښه اعمالو حق مو تر پښو لاندې کړی دی . سره له دې چې یواځې ښه اعمال مو راسره وفا کوي په قبر کې مګرتیا کوي…..!

ای لوستونکیه!! که چېرته ستا اعمالو ته انسانې څېره/شکل ورکړای شي ستا اعمالو څېره په څنګه وي؟؟

ضعيف، ناتوان، غورځیدلی!؟

قوي،پیاوړې چې ته ورباندې وویاړې!؟؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close