یوسف احمدي: طالبان دا مهال پر ۴۱ ولسواليو بشپړ واک لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۲) الماس خدرخیل

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ۲۰۱۶م کال د حکومتي عسکرو، پوليسو او قومندانانو د وژلو نوملړ خپور کړ.

نوموړي دغه خپور کړی فهرست رسنيو ته استولی، چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم راغلی ده.

نوموړي ويلي، چې د تير کال په موده کې يې له افغان حکومت څخه يو شمير ولسوالۍ نيولي  او ټولې ۴۱  ولسوالۍ يې د افغان ځواکونو له بریدونو او بيرته نيولو خوندي ساتلي، چې اوس د په دغه ولسواليو طالبان بشپړ واک لري.

هغه همداراز چې په تير کال کې يې د کندوز، هلمند، ارزګان، فراه او فارياب ولايتونو مرکزنه تر سخت تهديد او محاصرې لاندې کړل.

د نوموړي په خبره په تير ۲۰۱۶م کال کې ۱۷۵۳۹ عسکر پوليس او اربکيان هم وژلي، چې له جملې يې ۲۴۸ صرف د افغان سرتيرو قومندانان و، هغه د يادو قومندانانو يو نوملړ هم خپور کړی چې د وژل شويو قومندانانو ځايونه يې پکې ياد کړي دي.

قاري يوسف احمدي ليکي، چې دغه نوملړ صرف د دولسو ولايتونو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د طالبانو بل وياند ذبيح الله مجاهد د ټول افغانستان دوی سره په جګړو کې د وژل شويو عسکر شميره خپره کړه او ويلي يې و، چې د تیر کال په جریان کې (۱۷۵۳۹) عسکر، پولیس، استخباراتي کارکونکي او اربکیان وژل شوي (۱۱۲۷۲) نور ټپيان شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close