یوموټرپه ۷میلونه ډالر وپلورل شو

لاروی

په د نیاکې چې ګران پلورل کیږي هغه انګریزي او جرمني سامانونه دي د دواړو هیوادونو سامانونه که هرڅو پرې وخت هم تیر شي خپل قیمت له لاسه نه ورکوي .

یوې نړیوالې کمپنۍ چې د فراری په نامه یادیږی تیره اونۍ  ېې یو موټر په ۷ میلیونه ډالر وپلوره چې په ۲۱سلیزه کې دا په نړۍ کې ترټولو قیمتي پلورل شوی موټر دی.

دې نړیوالې کمپنۍ دې موټر ته خپل نوم فراري ورکړی دی چې د کمپنۍ د خاوند په وینا ټولې ترلاسه شوی پیسې به ېې په ایټالیا کې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.

د مخه مو یادونه کړی وه چې په چین کې په نړیواله کچه ګړندی موټر جوړ کړل شوی دی خو د فراری نړیوالې کمپنۍ لخوا ترټولو موټرو ګران موټرفراری په ۷ میلیونه ډالر پلورل شوی دی کمپنۍ دانه ده څرګنده کړې چې دا قیمتی موټر چا اخستی دی.

د نړیوالې فراری کمپنۍ په اړه ویل شوي دي چې تراوسه ېې دا ډول قیمتی ۵۰۰ موټر جوړکړي دي، خو د نورو موټرو په اړه ېې چې څه وخت به ېې پلوري څه نه دي ویلي،  څه موده د مخه په ایټالیاکی د  ۶،۲ریکتر زلزله شوې وه چې ۴۰۰۰دکسانود مرګ ژوبلوترڅنګ د ولسي وګړو کورونوته ېې زیات تاوانونه اړولي وو.

یادې کمپنۍ د مخه هم قیمتي موټر جوړ کړي دي چې د یوموټر بیه ېې یوعشاریه پنځه میلیون ډالرټاکلې وه  چې دمخه جوړکړل شوي  موټرېې  په بازارکې په لږ وخت کې وپلورل شول.

د فراري کمپنۍ په ۲۰۱۳میلادی کال کې خپل موټربازارته را واستل خودا قیمتي موټر ېې په روان کال کې بازارته وړاندی کړ.

دا قیمتی موټربنزیني او ۱۶۳آسه قوت لري دې کمپنۍ چې  مخه کوم موټرجوړکړي وو هغې په یوه ساعت کې ۲۰۰ خویاد موټر په یوه ساعت کې ۳۵۰ کیلومتره لاره وهلی شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close