یوناما: شپږ مياشتو کې له پنځه زره زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۴) د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې “یوناما” په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د روان ۲۰۱۸م کال په تېرو شپږو مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له پنځه زره زياتو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې راغلي، په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو شمېره د تېرو لسو کلونو په پرتله زياته شوې خو د ټپيانو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د يوناما د معلوماتو پر بنسټ، په ياده موده کې ټول ۵۱۲۲ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له جملې يې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي او ۳۴۳۰ تنه ټپيان دي چې ټول ملکي وګړي دي.

یوناما وايي، د تېر کال په پرتله د ملکيانو تلفات درې سلنه کم شوي خو زياتوي د ملکيانو وژل کېدل يوه سلنه زيات شوي او ټپي کېدلو کې يې پنځه سلنه کموالی راغلی دی.

راپور ښيي، چې په ۱۶۹۲  وژل شويو ملکيانو کې ۵۴۴ مېرمنې، ۳۶۳ کوچنيان او ۷۸۵ نارینه شامل زياتوي چې د ۳۸۷ مېرمنو، ۹۹۲ کوچنيانو او ۲۰۵۱ نارینه وو په ګډون ۳۴۳۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې ۶۷ سلنه مسئوليت د دولت د مخالفو ډلو پر غاړه اچول شوی چې ۵۲ سلنه يې داعش ته او ۴۰ سلنه طالبانو او پاتې نور د دولت ضد ډلو ته منسوب شوی دی.

دغه راز يوناما وايي، ۲۰ سلنه د ملکيانو مرګ ژوبله د دولت پلوه ځواکونو له خوا رامنځته شوې چې ۱۷ سلنه يې افغان ځواکونو ته منسوب ده، يوه سلنه د دولت پلوه وسله والو او يواځې ۲ سلنه په افغاسنتان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو ته منسوب شوې ده.

د يوناما په ګډون د بشري حقونو يو شمير نړيوالې ادارې چې په افغانستان کې کار کوي ډيری وخت يو اړخير راپورونه خپروي او امريکايي او ناټو عسکرو له لوري ملکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د هغوی ونډه ډيره کمه ښيي.

ډير کله د بشري حقونو دعوه لرونکې ادارې هغو سيمو ته تګ نه کوي چې د بهرنيو او يا افغان ځواکونو له لوري بمبار شوي وي، عمليات شوي وي او ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي وي، يواځې د دولتي ادارو په ورکړو معلوماتو اکتفا کوي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې د يوناما د ورته راپورونو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې دغه اداره يو اړخيز قضاوت کوي، د بهرنيانو له لوري د ملکي تلفاتو په اړه حقایق نه خپروي، په داسې حال کې چې ملکي خلکو ته ډيره مرګ ژوبله د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو، بمبارونو، چاپو او عملياتو کې اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close