یونان:اورلګیدنه له درنو تلفاتو اړولو وروسته ختمه شوې،خو د چارواکو یې شکونه راپارولي

چارواکي دا کار عمدي بولي او په هکله یې هر اړخیزې څیړنې پیل کړې. تر اوسه کوم څوک د دې کړنو په تور نه دی نیول شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۵)

د یونان په پلازمیه اتن په ځنګلونو کې لګیدلي اورونه د توندو بارانونو او قوي سیلابونو له امله مړه شوي خو تلفات یې په بیساري کچه اړولي.
چارواکي وایي، په دې اور لګیدنه کې تر اوسه ۸۳ کسه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي چې د زیاترو یې حالات د اندیښنې وړ دي.
دغه اور چې په همهاله توګه د دې هیواد په مختلفو سیمو کې رامنځته شوی و، پراخ مالي زیانونه یې هم اړولي او پر زرګونه هکتاره ځمکه یې کرل شوي ځنګلونه او فصلونه یې سوځولي.

دغې اورلګیدنې اوس د یونان حکومتي چارواکي شکمن کړي او په تړاو یې د څیړنو حکم کړی.

د یونان د عامه نظم مرستیال وزیر “نیکولاس توسکاس“ ویلي، هغه انځورونه چې له فضایي سپوږمکۍ اخیستل شوي، ښیي چې د اتن ښار په مختلفو څنډو کې په همهاله توګه وړې اور لګیدنې رامنځته کیږي، چې بیا وروسته د توندو بادونو له کبله پراخې او زیانونه اړوي.
چارواکي دا کار عمدي بولي او په هکله یې هر اړخیزې څیړنې پیل کړې.
تر اوسه کوم څوک د دې کړنو په تور نه دی نیول شوی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close