یونس قانوني ته د سولې د عالي شوراء د ریاست دنده ور وسپارل شوه

کابل ټکی کام ۱۵عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د امنیت شوراء تر نامه لاندې په یوه غونډه کې چې مشري یې ولسمشر اشرف غني په غاړه اخېستې وه، محمد یونس قانوني ته یې د سولې د عالي شوارء د ریاست دنده ور وسپارله.
یونس قانوني د شمالي ټلوالي له مهمو غړو څخه شمېرل کیږي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوران کې یې هم د سولې د عالي شورا د ریاست چوکۍ درلوده.
قانوني د پنجشېر ولایت اوسېدونکی او د ولسي جرګې د رئیس، د پوهنې او د کورنیو چارو د وزیر په توګه یې هم دندې سرته رسولي دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د مارشال فهیم له مړینې وروسته یې د څو میاشتو لپاره د مرستیال په توګه هم دنده اجرء کوله.
د یادونې وړ ده چې د سولې د عالي شوراء لمړی رئیس ښاغلی برهان الدین رباني، بیا یې ځوی صلاح الدین رباني او اوسمهال قانوني ټاکل کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close