یونېسف: په هرات او بادغيس کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۷)

د ملګرو ملتونو د وجهي صندق يا يونسېف وايي، د افغانستان يواځې په دوو وچکالۍ ځپلو ولايتونو کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي دي.

د يونېسف وياندې اليسن پارکر پرون د جنيوا په کنفرانس کې خبريالانو ته وويل، چې دغه ماشومان د تيرو څلور مياشتو په موده کې په هرات او بادغيس ولايتونو کې په بيلابيل ډول پلورل شوي چې عمرونه يې له يوې مياشتې تر شپاړلس کلونو پورې دي.

پاکر اندېښنه څرګنده کړه چې افغانستان کې ماشومان له خطرناک وضعيت سره لاس او ګريوان دي زياته يې کړه زياتوي تازه سرويې چې د جولای او اکتوبر مياشت کې ترسره شوې پکې ښودل شوي چې ډيری پلرونو د دې لپاره چې له پورونو ځان خلاص کړي، خپل ماشومان يې د نور په نوم کړي، واده کړي او يا يې د پيسو په بدل کې پلورلي دي.

هغې وويل، په دغه ماشومانو مې تازه زيږېدلې نجونې هم نامزاد شوي، تر يوولس کلنۍ کم عمره نجونې واده شوي او د شپږ هلکانو په شمول ځينې په پيسو پلورل شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ماشومانو پر روان وضعيت اندېښنه ښودلې وه په وينا يې چې نږدې ۱،۲ ميليونه ماشومان شاقه او سخت کارونه کوي.

دغه راز د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون وايي، چې هېواد کې يو ميليون ماشومان چې د جګړو، وچکالیو او نورو ستونزو له امله کډوال شوي عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې يواځې په روان کال کې تر درې لکه زيات کسان د جګړو او نا امنيو له امله بې کوره شوي چې له ناوړه وضعيت سره مخ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close