یوه فلسطیني ځوان د لارۍ په مټ ۴ اسرائيلي پوځیان وژلي

( کابل ټکی کام ، د۱۳۹۵دجدی ۱۹) احمد الله مهاجر

تازه خبرونه وايي، یوه فلسطیني ځوان ګڼ اسرائیلي پوځيان تر لارۍ لاندې کړي، چې په پایله کې یې ۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
اسرائیلي پولیسو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پېښه نن ماسپښین د بیت المقدس په جبل المکبر ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
اسرائیلي پولیس وايي، چې د دغې پېښې له کبله ۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د اسرائیلي پوځیانو ویاند روزنفلډ رسنیو ته ویلي دي، چې برید قصداً شوی دی او بریدکوونکی د دوی د پوځيانو له خوا وژل شوی دی.
روزنفلډ زیاته کړې ده:
«اسرائیلي پوځیان د بیت المقدس د لیدلو په موخه په بس کې یاد ښار ته تللي وو، خو کله چې اسرائیلي پوځيان له بس ښکته شول، تر څو له سیمې څخه دیدن وکړي، چې نا څاپه د یوه فلسطیني ځوان له خوا تر لارۍ لاندې شول»
نوموړی وايي، چې د دوو تنو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
اسرائیل دغې پېښې سخت دردولي او د دغې پېښې په اړه یې د معلوماتو خپرول ممنوع اعلان کړي دي.
فلسطیني سرچینو ویلي دي، چې بریدکوونکی فلسطینی ځوان د بیت المقدس د جبل المکبر سیمې اوسېدونکی وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close