یوه ماشومه ښکارېدله

عمر عمري 

د ړنګ دېوال په خوا کې یوه ماشومه ښکارېدله

وران  شوی  یې وو کور ډېره مظلومه ښکارېدله

 

پـه ډېـر ظلم وحشت ترېنه بمبار کې شهیدان وو

له  پلار  او  مور  بې برخه او محرومه ښکارېدله

 

بـس  دا  یـې  وه  ګـنـاه  چې  مسلمانه  وه  افغانه

نـــور ډېــره  بـې  ګـنـاه  ډېــره  معصومه ښکارېدله

 

د  وخت  یزید  جابر  پرې حاکمان، حکمرنان وو

نـو  ځـکـه  خـو  بې  وسه  او  محکومه ښکارېدله

 

یـو  چاته  مې  کیسه  ډېر  په  تفصیل سره کوله

یـو  چــاتــه  بـې  معنیٰ  او  بـې  مفهومه ښکارېدله

 

یواځې  په  دې  باندې  (عمري)  الله ﷻ  خبر دی

چې دې حال کې به دا خواره ترکومه ښکارېدله

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close