یوه ښځه مې داسې ولیده چې..

عزیر اسدخیل

د رسول الله د تره ځوی او زوم علي رضي الله عنه وایي چې زه او میرمن مې فاطمة چې د رسول الله ص لور ده یوه ورځ د رسول الله ص کور ته ورننوتو، ګورو چې رسول الله ص ډیر سخت ژاړي.

ما ورته وویل چې زما مور او پلار دې درنه قربان شي ولې ژاړي؟

رسول الله ص وفرمایل:

علی! زه چې کله د معراج په شپه اسمان ته وختم نو زما د امت ښځينه مې د سخت عذاب په حالت کې ولیدې، اوس چې د هغوی سخت عذاب را په یاد شو نو ژړا مې نه دریږي.

  1. یوه ښځه مې داسې ولیده چې له ویښتو ځړول شوې وه او د سر ماغزه یې ایشیدل
  2. یوه ښځه مې داسې ولیده چې له ژبې ځړول شوې  وه.
  3. یوه ښځه مې ولیده چې له سینې ځړول شوې وه
  4. یوه ښځه مې ولیده چې له پښو نه په اور کې ځړول شوې وه
  5. یوه ښځه مې ولیده چې د خپل بدن غوښې یې خوړلې او تر لاندې اور بلیدو
  6. یوه ښځه مې ولیده چې پښې یې له لاسونو سره تړل شوې وې او ماران او لړمان پر اخته وو.
  7. یوه ښځه مې ولیده چې په سترګو ړنده، په غوږو کڼه او په خوله ګونګۍ وه او د اور په تابوت کې پرته وه او د سر ماغزه یې د ورنونو او بدن نه راوتل.
  8. یوه ښځه مې ولیده چې د اور په قیچي ګانو سره یې د مخکې او شاته عورت غوښتې غوڅول کیدې

یوه ښځه مې ولیده چې سر یې د خنزیر او نور بدن یې د خره و، او پر بدن یې زرهاو رنګونه وو.

  1. یوه ښځه مې ولیده چې شکل یې د سپي و، د شا لخوا اور پرې ننوتو او له خولې یې وتلو، او ملایکو یې پر سر د اور ګوزارونه کول.

فاطمه رضي الله عنها وایی چې:

  1. کومه ښځه چې له ویښتو ځړول شوې وه هغه ښځه وه چې خپل ویښته یې له نارینه و نه پټول
  2. کومه ښځه چې له ژبې ځړول شوې وه هغه وه چې خپل میړه یې ځورولو
  3. کومه ښځه چې له سینې ځړول شوې وه هغه وه چې د میړه بسترې ته نه ورتله
  4. کومه ښځه چې له پښې ځړول شوې وه هغه وه چې د میړه له اجازې پرته له کوره وتله
  5. کومې ښځې چې د خپل بدن غوښې خوړلې هغه وه چې خلکو ته یې خپل بدن ښایسته کاوه.
  6. د کومې ښځې چې پښې له لاسونو سره تړل شوې وې او ماران او لړمان پرې اخته وو، هغې به کله ناکله اودس کاوه، لاړې به یې ګنده وې، د جنابت، حیض نه وروسته به یې غسل نه کاوه، پاکوالی به یې نه ساته او په لمانځه کې به سسته وه.
  7. کومه ښځه چې ړنده، کڼه او ګونګۍ وه هغه وه چې له زنا نه به یې زیږون کاوه، بیا به یې میړه ته منسوباوه.
  8. د کومې ښځې غوښه چې د اور په قیچې غوڅول کیدې هغه وه چې بدنامه او بدکاره وه.
  9. د کومې ښځې چې سر د خنزیر او بدن یې د خره وو هغه وه چې د خلکو تر مینځ یې جغلي کوله او درواغ به یې ویل.
  10. د کومې ښځې شکل چې د سپی و او اور یې د شا له لوري ورننوتو او له خولې یې وتو هغه وه چې مړو ته به یې چیغې وهلې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close