یووېشتمه پېړۍ او عدم تشدد؟!

ليکنه : خوشال دُرانی 

نړۍ کې د هرې ورځې په تېرېدو سره برېښناييز بدلونونه راځي. دغه بدلونونه یوازې پرمختګ پورې اړوند نه دي. دغه بدلونونه په جغرافیه، قانون، فکر، تګلارو او نورو برخو کې دي. اوسنۍ نړۍ کې هم عجیب او غریب مخلوق اوسي. د نړۍ یو شمېر زورواک هېوادونه چې څه یې زړه وغواړي هماغه کوي؛ خو کمزوري هېوادونه خپلې ازادۍ ته هم نه پرېږدي.

د نړۍ زبرځواک هېوادونه هره ورځ د نورو کمزورو هېوادونو د خلکو د وژلو لپاره توپونه، الوتکې، شوبلې، بې پېلوټه او اتوم بم جوړوي؛ خو د کمزورو هېوادونو اوسېدونکو ته وايي، چې تاسې باید «عدم تشدد» لاره خپله کړئ او خپل ماشومان د وسلو د استعمال څخه لرې وساتئ!

په اروپايي، امریکايي او د اسیا په ځینو هېوادونو کې ماشومانو ته په ښوونځي کې عملاً د وسلې د استعمال چل ورزده کېږي؛ خو په وروسته پاتې هېوادونو کې ماشومان پلاستیکي ټوپک ته هم نه پرېښودل کېږي؛ ځکه بیا یې ماشومان سخت دریځه او توندلاري کېږي.

افغان ماشومان په فطري ډول د پلاستیکي تمانچو، ماشینو او ټوپکونو سره مینه لري او د اختر په ورځو کې په ګڼ بازار کې ځانونو ته ټوپکونه اخلي. ماشومان د وسلې سره ځان په نورو ماشومانو لوړ ښيي او دغه پلاستیکي ټوپک ورته د ځان ویاړ ښکاري. وسله په عموم کې بد شی نه دی؛ خو که سم ځای استعمال شي. په وسله خاوره، دین، ناموس، شتمني او حیا هم ساتل کېږي؛ خو په همدغه وسله خپل مسلمان ورور هم وژلی شي. په وسله د دین او خاورې دښمنان هم په سر وېشتلی شي او له دې لارې یې دفاع کولی شي؛ خو د همدې وسلې په زور د خلکو میلیونونه شتمنۍ هم لوټ کولی شي.

د پرمختللې(!) نړۍ انسان د نورو انسانانو د وژلو لپاره ۲۴ساعته کار کوي. د کمپیوټر د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره ښارونه د خارو سره برابروي. په تاریخ کې نولسمه او شلمه پېړۍ د استعمار پېړۍ یادیږي. په دغه پېړیو کې برتانیې، فرانسې، ایټالیې، پخوانی شوروي اتحاد، امریکا، هسپانیې او یو شمېر نورو هېوادونو خپلې پراخه مستعمرې لرلې. ویل کېږي برتانیې دومره ځمکه مستعمره کړې وه، چې لمر به پکې نه پرېوته. د خپلو مستعمره شویو هېوادونو څخه یې خپلې ګټې اخېستې او د هغه هېواد خلک یې خپل غلامان ګرځولي وو.

دغه استعمار د خلکو دین، مذهب، کلتور، ژبه، قانون او جغرافیه بدله کړه او زیات یې اوس هم په یوه نه یو ډول د استعمار لاندې دي. دغه استعمار زیات درد اسلامي هېوادونو لیدلی، چې عام مسلمانان یې پېړۍ وروسته هم دردونه ګالي. استعمارګرو د خپلو موخو لپاره د خپلو مستعمره شویو هېوادونو پر خلکو هېڅ ډول رحم نه دی کړی او د خپلو وسلو د استعمال لپاره یې دغه خلک او خاوره استعمال کړي دي.

ډېر لرې نه ځو! اوس یوویشتمه پېړۍ ده. د دغه پېړۍ استعمار بڼه هم بدله شوې او د وسلو استعمال یې هم پرمختللي شکل ته تللی. له ننه څوارلس کاله مخکې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ. امریکا له ځان سره د نړۍ شپږڅلوېښت هېوادونه هم ملګري کړه او د افغانانو وژلو لپاره یې بېلابېلې پلمې لټولې او په زرګونه افغانان د امریکا په بمبار، چاپو، عملیاتو او په زندانونو کې ووژل شول. امریکا له ځان سره جېټ الوتکې، زغره وال ټانګونه، بې پېلوټه، توپونه او هر ډول انسان وژنې وسلې راوړي. د ګران هېواد په تاریخ کې دلته هر یرغلګر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړل شوي او یو یرغلګر هم دلته په ارامه شپه نه ده کړې او هر یو له دې ځایه مات ګوډ تللی.

د دغه یرغل پروړاندې هم ولسي پاڅون وشو. دغه پاڅون کوونکو سره نه ټانګ و، نه طیاره وه، نه بې پېلوټه وه او نه شټینګر توغندي وو، چې د امریکا او ملګرو الوتکې رانسکوره کړي. د دوی پرمختللې وسله یوه ژېړه بوشکه وه، چې د امریکا ټانګ به یې د هوا څپو ته وسپاره. دغه ژېړو بوشکو امریکا + ملګري هېوادونه اړکړل، چې نور له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او امریکا په خپل تاریخ کې د ویتنام څخه وروسته افغانستان کې ښه کلکه ماتې وخوړه.

موږ امریکا پسې نه وو تللي، بلکې هغوی موږ پسې راغلي وو او ښکاره خبره ده، چې « هر عمل عکس العمل لري» د امریکا د ظلم پر وړاندې هم خلک چپ پاتې نه شول او خپل غچ یې په یو نه یو ډول له امریکا څخه واخېست.

زموږ یو شمېر ځوانان اوس هم د «عدم تشدد» چیغې وهي او ټوله هڅه یې داده، چې څنګه ځوانان د ټوپک له مینې څخه د قلم مینې ته راوګرځوي؟

په اوس وخت کې ټول اسلامي هېوادونه د ټوپک ترڅنګ قلم هم ته اړتیا لري، ترڅو د دواړو په وسیله د خپل هېواد، دین، ناموس او خپلې ګټې له دې دواړو لارو خوندي کړي. که چېرې یوازې په دې هیله کېنو، چې ترڅو ځان ددوی برابر کړو او بیا به ټوپک ته لاس کړو، نو دا هسې خیال پلو دی. که موږ یو قدم مخکې ځو، نو لویدیځ درې قدمه له موږ مخکې ځي او روان دي او د هغوی سره ځان سیال کول په یووېشتمه پېړۍ کې احمقتوب دی.

مسلمان ځوانان دې یوازې ټوپک نه راخلي، ترڅنګ دې قلم هم وچلوي؛ خو د خپلې ټولنې لومړیتوبونه دې درک کړي، چې اوس یې ټولنه قلم او که ټوپک ته ډېره اړتیا لري؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close