یوې اذر بایجانۍ هنرمندې په لومړي ځل قرانکریم د ورېښمو پر ټوکر لیکلی ویډیو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۳) احمدالله مهاجر

یوې آذربایجانۍ هنرمندې پیغلې (تونزولا محمد زاده) په لومړي ځل ټول قرانکریم د ورېښمو پر ټوکر پر طلايي او نقريي رنګونو باندې لیکلی دی.

د څېړنو له مخې چې دغه د ورېښمو پر ټوکر لیکل شوی قرانکریم په خپل ډول کې سابقه نه لري.

نوموړې د دغه قرانکریم د جوړولو لپاره له ۵۰ متره تور ټوکر او له ۱۵۰۰ متره طلايي او نقريي رنګونو څخه کار اخیستی دی.

آذربایجانۍ مېرمنې تونزولا محمد زاده ویلي دي، چې دغه قرانکریم یې له مهمو هنري آثارو څخه دی.

تونزولا دغه قرانکریم د درو کلونو په اوږدو کې مکمل کړی دی.

تونزولا وايي:

«زه د بري احساس کوم، ما چې کله دغه قرانکریم لیکلو، له کومې ستونزې سره نه یم مخ شوې، ځکه زه په عربي ژبه پوهېږم.»

نوموړې وروسته له هغې د دا ډول قرانکریم لیکلو ته نیت وکړ، کله چې څېړنو ور وښوده، چې تر دې پخوا بشپړ قرانکریم پر ورېښمو نه دی لیکل شوی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close