یوې بدلمنې میرمنې خپل خاوند وژلی او دغه راز یې درې کاله پټ ساتلی و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳) زرغون خوږیاڼی

د هیواد په پلازمینه کابل کې له درې کلونو وروسته ښکاره شوه چې یو ښځې «د خپلې بدلمنۍ د پټولو لپاره»خپل خاوند وژلی او بیا یې په کور کې ښخ کړی دی.

د کابل په بګرامیو کې یوې میرمنې د خپلې خور په مرسته خپل میړه وژلی او بیا یې د کور په یوه څنډه کې ښخ کړی دی، قاتلینو یې د وژل شوي کس زامنو او ورونو ته ویل، چې «جابر» پاکستان ته تللی او بیا یې هیڅ احوال نه دی راغلی.

وژل شوی کس چې جابر نومیږي خپله لور یې په قضیه پوهه وه، خو د خپلې مور لخوا په دې ګواښل شوې وه« که حال دې وویلو په بدلمنۍ دې تورنوو.»

د وژل شوي جابر لور «نورضیا» وروسته له واده د یادې پیښې کیسه خپل خاوند ته په داسې وخت کې کړې، چې له دې پيښې درې کلونه تیر شوي دي.

ځايي پولیسو ویلي، چې جابر خپلې ښځې او لور وژلی، ځکه د هغوی د غیر اخلاقي بدلمنیو مخنیوی یې کاوه، خو نورضیا د وژل شوي جابر لور بیا وايي چې قتل یې مور او خاله کړی دی«هغوی زیات قاتلین وو، د پیسو په خاطر یې هر کس وژلو، ما له خاله سره هیڅ اړیکه نه لرله.»

نورضیا ویلي، راز یې ځکه پټ ساتلی و چې مور، خاله او نورو قاتلینو پدې ویروله چې نوم به یې وربد کړي، هغوی راته وویل« ته چپ شه ترڅو چې موږ څه نه وي ویلي ته هیڅ هم ونه وايې.»

د کابل دجنايي تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي ویلي، چې کورنۍ باید خپلې شخړې له پولیسو سره شریکي کړي، تر څو د دغسې جرمونو او مشکلاتو مخه ونیول شي.

د جنايي تحقیقاتو ډلې د جابر وراسته شوي هډوکي د نورو څیړنو لپاره له خاورو راویستلي دي.

له تیرو کلونو راهیسې په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي زورونو زیات راپورونه ورکول کیږي او حقوقي ټولنې غواړي چې ښځو ته لا زیاته ازادي ورکړي؛ خو دغه پيښه بیا په خپل ډول کې نوې ده چې بدلمنې او بد کرداره ښځې د ازادۍ تر عنوان لاندې خپل خاوند پدې جرم وژني چې له بدلمنۍ یې راستنوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close