یو امریکايي قراردادي شرکت هلمند ته بې پیلوټه څارګرې الوتکې لېږي

پنټاګان له یوه امریکايي نظامي شرکت سره د افغانستان سوېل ته د «MQ-9» بې پیلوټه الوتکو لېږلو یو قراداد کړی دی، چې ارزښت یې ۳۹،۵ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د «د ډرایو» رسنۍ د راپور له مخې، دا قرارداد د بې پیلوټه الوتکو له یوه جوړوونکي شرکت «جنرال اټومیکس» سره شوی دی.

په رپورټ کې ویل شوي، د «جنرال اټومیکس» شرکت قراردادیان او بې پیلوټه الوتکې به د افغانستان جنوبي ولایتونو هلمند او نیمروز ته ولېږل شي تر څو په دې سیمو کې د امریکا د مرین سمندري ځواکونو یوې مېشتې ځانګړې ډلې ته د څارنې، کشف او معلوماتو راټولولو دنده ترسره کړي.

ویل کېږي له دې الوتکو به یوازې د څارنې، کشف او استخباراتي معلوماتو راټولولو کار اخیستل کېږي او په وسلو به نه سمبالېږي.

په راپور کې ویل شوي «MQ-9» بې پیلوټه الوتکې به، چې کره شمېر یې نه دی ښوول شوی، د امریکا د آریزونا ایالت له یوما ښاره کنټرولېږي او په افغانستان کې د دې شرکت ځینې نور قراردادیان به د الوتکو د پورته کولو، راکښته کولو او د ترمیم دنده پر غاړه ولري.

د د ډرایو په خبره، دې قرارداد موخه په هلمند کې د امریکا د مرین ځواکونو له یوې ځانګړې ډلې «ټاسک فورس ساوت وېسټ» سره، چې په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې او سلاکارۍ دنده پر غاړه لري، مرسته کول او د هغوی ساتل دي.

«MQ-9» بې پیلوټه الوتکې د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو یوه پرمختللې او ګټوره وسله بلل کېږي. د د ډرایو رسنۍ په باور، دا الوتکې د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکي پرمختګ په مخنیوي کې ګټور او اساسي رول لوبوي.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه قراردادي شرکت اړوند څارګرې الوتکې افغانستان ته رالېږي.

تر دې وړاندې امریکايي ځواکونو ویلي و چې د کندهار په هوايي ډګر کې هم د بې پیلوټه الوتکو شمېر زیات شوی او ښايي د افغانستان نورو سیمو ته هم ولېږلې شي.

پنټاګان داسې مهال له جنرال اټومیکس سره دا قرارداد کوي چې له تېر زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې امریکا له لوري د هوايي بریدونو او بمونو په غورځولو کې د تېرو کلونو په پرتله په بېساري توګه زیاتوالی راغلی دی.

د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ له لوري په افغانستان کې د غورځول شویو بمونو خپور شوی شمېر

د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ له لوري په خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې یوازې د روان ۲۰۱۸ کال په ۵ میاشتو کې، د افغانستان پر خاوره ۲۳۳۹ بمونه غورځول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close