یو امریکایي ډالر ۷۵ افغانیو ته لوړ شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۰)

په داسې حال کې چې هیواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د چارواکو د بربنډ فساد له امله په ملکي چارو کې د نړیوالې ټولنې مرسته کیدونکې پیسې هم تر ډیره په ټپه دریدلې، په هیواد کې د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت نور هم پورته شوی او یو امریکایي ډالر ۷۵ افغانیو ته لوړ شو.
د افغانستان بانک مسؤلین وایي، له هیواده د ډالرو قاچاق او د کابل په بازارونو کې د افغانیو پر ځای په ډالرو راکړه ورکړه، هغه څه دي چې د هیواد ملي پیسو ارښت یې کم کړی.

د ډالرو له ارزښت سره همهاله د ځینو خوراکي توکو بیې نورې هم پورته تللې او د اوړو ، بورې او وریجو نرخونه د تیرې اونۍ په پرتله خورا لوړ شوي.

باید وویل شي چې، دا لومړی ځل دی چې یو امریکایي ډالر دې ۷۵ افغانیو ته لوړیږي

نن د کابل په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ځینې بهرنیو اسعارو بیې
۱ـ ډالر ـــــــــــــــــــــــ75.00
۱ـ یورو ــــــــــــــــــــــ 86.40
۱ـ پونډ ـــــــــــــــــــــــ 96.50
۱ـ سعودي ریال ــــــــــ 19.80
۱ـ اماراتو درهم ــــــــــ 20.10
زر روپیه پاکستان ـــ 585
زر ایراني تومان ــــــــ 6

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close