یو امریکایی عسکر د ټپونو له امله ووژل شو

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ ویلي چې یوه امریکایي عسکر په جګړه کې تر ټپي کېدو وروسته نن ژوند له لاسه ورکړ.

د امریکايي ځواکونو قومندانۍ له لوري په خپره شوې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد امریکايي سرتېری د افغانستان په ختیځ کې د پوځي عملیاتو پر مهال ټپي شو، او د سختو ټپونو له امله یې نن د جولای په ۱۲مه نېټه ژوند له لاسه ورکړ.

بهرنیو ځواکونو د وژل شوي امریکايي عسکر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي چې د عملیاتو پر مهال یو بل افغان سرتېری ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شول.

دا په روان ۲۰۱۸ز کال کې درېیم امریکایی عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. څو ورځې وړاندې، د جولای په ۸مه، هم یو امریکايي عسکر د یوه افغان سرتېري په ډزو ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close