یو تن جعل کار د ملي امنیت شورا په نوم ستاینلیکونه ویشل، ونیول شو

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۱) زرغون خوږیاڼی

یو تن جعل کار چې د ملي امنیت شورا په نوم یې ستاینلیکونه ویشل د ملي اردو لخوا ونیول شو.

جعل کار چې سردار زمری داوود نومیږي، چې د ملي امنیت شورا په جعلي استازيتوب یې په شمالي ولایتونو کې ګڼ سفرونه کړي او هلته یې لوړپوړو امنیتي چارواکو ته یو شمیر جعلي ستاینلیکونه ورکړي دي.

د ملي امنیت شورا په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې داوود د ملي امنیت شورا له جعلي ادرس نه په استفادې سره لومړی بلخ ته تللی او هلته یې ځان د ملي امنیت شورا باصلاحیته هیئت معرفي کړی دی، نوموړي شخص د شاهین قول اردو قومندان ته د ملي امنیت شورا مشر حنیف له لوري لاسلیک شوی ستاینلیک هم ورکړی دی.

وروسته د شاهین قول اردو قومندان جعل کار شخص ته دوه نظامي هلیکوپترې په واک کې ورکوي، تر څو یې له بلخ ولایت څخه بغلان ولایت ته ورسوي.

د خبر پاڼې په وینا، په بغلان ولایت کې جعل کار شخص ته د ځايي چارواکو لخوا تود هر کلی ویل شوی او هلته یې هم یو شمیر ستاینلیکونه توزیع کړي دي.

جعل کار داوود، د بغلان امنیه قومندان او د مرکزي بغلان ولسوال ته د ملي امنیت شورا لخوا لاسلیک شوي ستاینلیکونه ورکړي دي.

ویل شوي، چې دغه کس ته د ستاینلیکونو په بدل کې د ولایتونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا قیمتي ډالۍ او نغدې پیسې هم ورکول شوي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر ټولو امنیتي او ملکي ادازو ته خبر ورکړی، چې له دې وروسته دي له رسمي خبرتیا پرته په داسې= مشکوکو استازو باور نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close