یو شمېر امریکایانو روسیه د ځان لپاره ګواښ ګڼلې

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۵) صابر خپلواک سروې: . دغه سروې د رویټرز خبري اژانس او لپوسو ادارې په ګډه د همدې روانې میاشتې د نهمې او دولسمې نیتې تر منځ کړیده. پدې سروې کې ۸۲ په سلو کې امریکایانو چې دیموکراتان او جمهوري غوښتونکو دواړه پکې شامل دي، روسیه یې د متحده ایالاتو لپاره “عمومي ګواښ” ګڼلی. د خلکو دا اندېښنه د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو او کمپیوټري غلا نه وروسته نوره هم زیاته شویده. په ۲۰۱۵ کال کې ۷۶ په سلو کې امریکایانو روسیه متحده ایالاتو ته ګواښ ګاڼه .‌ د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته د خلکو اندیښنې وروسته تر هغې لا پسې زیاتې شولې چې دیموکراتانو او یو شمیرو نورو کسانو د روسیې سره د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مالي اړیکو په هکله پوښتنې راپورته کړلې او د متحده ایالاتو استخباراتو ادارو هم په روسیې تور ولګاوه چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې لاس وهلی. پخپله منتخب جمهور رئیس ټرمپ بیا تر ډیره وخته دا نه منله چې ګواکې د انتخاباتو پر وخت کمپیوټري یا سایبري برید به روسیې کړی وي.‌ ټرمپ د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم “قوي رهبر” ګڼي خو کله چې د همدې اونۍ په سر کې استخباراتي ادارو ورته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په هکله معلومات ورکړل،‌هغه هم ومنله چې دا کار روسیې کړی.‌ ډونالډ ټرمپ پخوا ویلي و چې ښایي دا کار به چین کړی وي.‌

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close