یو ګیلاس اوبه څلور کیلو وزن کموي

ډاکټر فصیح الله عمرزی

په خپل چاپیرچل کې به مو ډېری خلک لیدلي وي چې وجود یې نری، رنګ یې زېړ، شونډې یې وچې، تندی یې ګونځې او د ډېرو درملو له استعمال سره سره پکې، د کلیوالو په خبره، سیخ غوښه نه وي. دا ډول کسان تل د روغې سټې په ارمان وي. په دې ډول کسانو کې خامخا څه مرض وي، ځکه یې صحت وده نه کوي. باید د خپل بدن د روغتیا په خاطر طبیب ته ولاړ شي.

خو په مقابل کې بیا په همدې ټولنه کې نور یو شمېر کسان وي چې د بدن د چاغښت او د خېټې له غټوالي زورېږي، په یو اړخ خوب نه شي کولای، په خوب کې یې له خرهاره د کور خلک څه چې ګاونډیان هم په تنګ وي، له ځایه پاڅېدل ورته غره ته تر ختلو سخت وي، په خپلو پښو تګ خو یې له وسه نه وي پوره. دا ډول اشخاص، هغه نارینه وي که ښځینه، غواړي له دې ستونزې ځان وژغوري.

روغتیا پوهانو د بدن د چاغښت او د خېټې د وزن د راکمولو لپاره بېلابېلې تجربې کړې دي.. خو یوه فولکلوریکه تجربه، چې هم اسانه، هم کم لګښته او هم ګټوره تجربه ده، هغه د یو ګیلاس اوبو سره که لږ څه ورزش وشي، څلور کیلو وزن کمېږي.

لومړی به پر دې ځان پوه کړو چې دا اوبه څرنګه ترلاسه کړو؟ د زیات فکر وړ نه ده، دا اوبه په خپل کور کې پخپله جوړوو، جوړول یې هم اسانه دي.

اړین مواد:

  • اته ګیلاسه اوبه
  • نعناع
  • دوه لیمو (لیمبوګان)
  • بادرنګ
  • یو ټوټه ادرک

طریقه:

 لومړی به اته ګیلاسه اوبه جوش کړو. شل پاڼې نانا ولنې به میده میده کړو، بیا به یې دې  جوش کړو اوبه ته ورواچوو. دوه لیمو به هم غوڅ او واړه واړه کړو. له یوه بادرنګه به پوستکی لیرې کړو، هغه به هم میده کړو. یو ټوټه ادرک به هم له میده کولو وروسته ورسره ګډ کړو، په اته ګیلاسه اوبو کې، چې له جوش وروسته سړې شوې وي، ټول شیان به ورواچوو.

 که په کور کې یخچال وي، ډېر ښه، په هغه کې یې کښېږدئ.. او که نه وي، د شپې لخوا یې هوا ته کښېږدئ؛ سهار مهال یې په نهره وڅښئ. که بیا یې بل وخت هم څښئ، باید په نهره وڅښل شي. یوه اونۍ تاسې د سهار له مخې یو ګیلاس دغه ډول جوړې کړې اوبه وڅښئ. په یوه اونۍ کې به مو د سهار لخوا د لږ څه ورزش سره څلور کیلو د بدن چاغښت او د خېټې غټوالی له منځه ولاړ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close