۱۱سپټمبر او دامريکا دناکاميو پېل

لیکنه مفتي الیاس فاتح
د ۲۰۰۱زکال دسپټمبر په يوولسمه دامريکا په نيو يارک ښار کې په نړيوال سوداګريزمرکز(ورلډټريندسنټر)په غبرګو برجونواو دفاع وزارت (پنټاګون)پرماڼيو بريدونه ترسره شول، چې له امله يې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

د امریکا د دفاع وزارت پنټګان تر ۹/۱۱ حملې وروسته تصویر
د امریکا د دفاع وزارت پنټګان تر ۹/۱۱ حملې وروسته تصویر

که څه هم ياده پېښه دافغانستان اسلامي امارت مشرتابه په شمول افغانانو وغندله خو امريکا ددغو حملو مسؤليت په القاعده ډلې واچاوه او ادعا يې وکړه چې طالبان يې هم خواخوږي دي.
ترپېښې وروسته سمدستي امريکايي ولسمشر بوش په نړيوالو غږ وکړ،چې :يا زموږ سره ودريږئ! او يا زموږ له دښمنانو سره. او له طالبانو يې جدي غوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن رح ورته وسپاري ،خوطالبانو له دغه کارڅخه ځکه ډډه وکړه چې باور يې درلود چې دامريکا دحملي مخنيوی يوازې داسامه په ورکړه او يايې له هيواده په ويستلو نه کېږي ،بلکې دافغان په ځوريدلي ولس به خامخا دخپل مغرور استعمار دغرور تنده ماتوي.

bush after 9 11
دنړۍ دبدليدو داپيښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې دسپټمبر په اوومه دشمالي ټلوالي قوماندان مسعود په فرانسه کې دلوړ پوړو امريکايي جنرالانو څخه رسما غوښتنه وکړه چې په افغانستان حمله وکړي او دوی به ورسره ملګرتيا کوي،دوه ورځې وروسته (۹تاريخ)مسعود په يوه سرتيري بريد کې له منځه لاړ ،ورپسې دوه ورځې پس (۱۱تاريخ)په امريکا کې ياده پيښه وشوه .

له بريد وروسته امريکا سمدلاسه خپل پوځو نه دهيواد شمال لورته په ازبکستان کې دشوروي اتحاد په پخوانيو اډو کې دېره کړل .
چې بالاخره دهغه کال داکتوبر په اوومه يې دافغانستان هوايي بريدونه پېل کړل.
ديوې مياشتې پرلپسې بمباريو او کيميايي بمونو دغورځولو سربيره هم دامريکا متحده ايالاتو او نړيوال ايتلاف بری ترلاسه نکړ.
يو شمېرکارپوهانو وويل: دامريکا په تاريخ کې دا ترټولو لويه ناکامي ده چې ددومره پرلپسې درنو بمباريو سربيره يې هم پرمختګ ونکړ او نه يې طالب حکومت مات کړ.
کارپوهانو انديښنه ښودله چې امريکا به اړ شي دخپلو ناکاميو پټولو په پار پرافغانستان ايټم بم وغور ځوي،نو ځکه طالبانو پرېکړه وکړه چې حکومت پرېږدې ،ترڅو افغان ولس ددې بربادۍ ښکار نشي.
دا دی څوارلس کاله پوره کېږي چې په هيواد کې دزورورو تبليغاتو،پرېمانه ډالرو ،دخپل زور او وحشت په ښکاره کولو او له هر ډول وسايلو نه په کار اخيستلو ونه توانيدل چې جګړه وګټي او نه يې دشړيدلي رژيم (کرزي اوغ-ع )ادارې ته د وړو پوزه ورجوړه کړي ،بلکې دفساد او رسوايۍ او ج ته رسيدلی .
په اخلاقي لحاظ يې دانسانيت په تاريخ کې داسې شرميدلې کړنې ثبت کړې چې دهغوی راتلونکی نسل به پرې شرمېږي.
په فرهنګي ،علمي ،سياسي او اقتصادي برخو يې داسې اغېز وشينده چې نړۍ ته يې خپل شان په صفر کې ضرب کړ.
امريکا په دې جګړه کې نه يوازې داچې افغان ولس ته زيان واړوه ،بلکې پخپله يې درنه زيانونه وليدل ،له يوه پلوه امريکا ټريلينونو ډالره قرضداره او له بله پلوه يې جګړه ځپلي پوځيان اروايي ناروغان او ليوانيان شول.
له يوې مخې امريکايي اقتصادپوهان دافغانستان او عراق جګړه دجورج بوش ستره تاريخي غلطي بولي ،له بله خوا امريکايي اولس په غوڅ اکثريت ددې جګړې مخالف دی.
امريکا چې دجنګ په ډګر کې دسختي ماتې سره مخ ده او دافغانستان نه دوتلو لارې چارې لټوي ،سياستمداران يې غواړي چې افغانان په داسې ستونزو اخته کړي چې ددوی شرمېدلې کړنې يې له ياده ووځي.
هو ! امريکا چې دسپټمبر د۱۱ څخه دخپلو نړيوالو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ديوې پلمې په ټوګه کار واخيست ،ښايي په ځينو برخو کې يې لنډمهاله بريا ترلاسه کړي وي خو حقيقت دا دی چې نن امريکا په نړيواله کچه بې اعتباره او بدنامه ده .
او دافغان قهرمان ولس دمقاومت په پايله کې دوه پنځوسو ايالاتو نه جوړه شوې امريکا به ټوټه ټوټه او راتلونکی برخليک به يې دپخواني شوروي اتحاد په شان وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close