۲۰۱۵ کال په نړيواله کچه ستونزمن او مرګونی کال

۲۰۱۵ز کال د تېرو کلونو په نسبت که څه هم د يو شمېر هېوادونو ترمنځ د موافقو او اقتصادي اړيکو کال و ، خو د منځنۍ اسيا او ځينې عربي هېوادونو لپاره په تېره بيا د سوريې لپاره له ستونزو ډک د کډواليو او مرګونو کال و .

په تېر کال کې ځينې لویې او نه هېرېدونکې پېښې وشوې ، چې د وخت ځوانان او تاريخ به يې د تل لپاره ياد ساتي. د دې کال په پېښو باندې، چې څه وشول يوازې د منځنۍ اسيا نه ؛ بلکې په نړيواله کچه تر ټولو زياته غميزه او مرګونې سلسله د سوريې د حکومت چې د داعش وسلوالې ډلې پکې د بشارالاسد پر خلاف عمليات پېل کړل،  په زرګونه سوريايي ولسي بې ګناه خلک يې و وژل او تردوه ميليونه زيات يې نورو هېوادونو ته په کډه کولو مجبور کړل.

په سوريه کې د داعش ډلې ، چې د بشارالاسد په خلاف په جګړه بوخته ده ، روسيه او ايران يې مخالفت کوي ، چې په دې مخالفت کې د روسيې الوتکو په سوريه کې د داعش ډلې په مرکزونو څو ځلې بمباري وکړه او يوازې د داعش نه ؛ بلکې نورو ولسي وګړو ته هم پکې تاوانونه ورسيدل او د سوريې ولسي وګړو د داعش او بشارالاسد د حکومت پلوي ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله خپل کورونه پرېښودل، زياتو کډوالو يې اروپا ته مخه وکړه چې دا وخت په نړيواله سطحه لومړی د مهاجرتونو يا کډوالو شمېر په اروپاکې د سوريې د کډوالو او دويم مقام د افغانانو دی چې په مرګونو لارو غواړي د سوريې او افغانستان څخه اروپا ته لار وکړي.

په ۲۰۱۵ کال کې په سوریه کې د بشارالاسد په خلاف یو شمېر ګوندونو پاڅون او په سوريه کې د داعش پرملکي او نظامي مرکزونو بريدونه پېل شول، امریکا او سعودي د داعش ملاتړ وکړ په مقابل کې يې روسيې او ايران د داعش مخالفت پېل کړ ، چې د داعش پر مرکزونو روسيې بمباري هم پېل کړه ، چې په ۲۰۱۱ز کې په سوريه کې په لومړي ځل اختلافات او جګړې پېل شوې .

د ملګرو ملتونو د يوې سروې له مخې تراوسه پورې دوه لکه او شل زره کسان په سوريه کې وژل شوي دي.

د۲۰۱۵د دسمبر په وروستيو کې د بشارالاسد په غوښتنه روسي هوايي پوځ په سوريه کې د داعش پرمرکزونو بمباري زياته کړه . په سوريه کې د بشارالاسد په خلاف د يوې خوا د سعودي او امريکا په مرسته داعش او د بلې خوا د النصر د جبهې په نامه وسلوال د دولتي پوځونو سره په جګړه بوخت دي که څه هم سعودي شاهي کورنۍ د خپل بادشاهت د خونديتوب لپاره، چې د نورو لورو لخوا يې شاهي نظام ته خاتمه ورنکړل شي د اسلامي هېوادونو په نامه يې د تروريزم پر خلاف د اتحاد اعلان وکړ ، چې د سعودي د بهرنيو چارو د وزير عادل الجبير د اعلان له مخې تر ۳۴ پورې هېوادونو پکې برخه اخيستې ده .

نوربيا…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close