۲۸ د اسد ویرنه که ویاړنه ؟

کابل ټکی کام ۲۸ زمری ۱۳۹۴

د خپلواکۍ نړېدلی منار !

د آزادۍ ، خپلواکۍ ، حریت او استقلال تعریف به ډېر ګران هم نه وي، علماو او محقیقینو د آزادۍ شننه کړې ده د مسلم تعریف له له مخې مونږ آزاد او خپلواک نه یو ، ورنږدې هم نه یو، هو هو، او سترګي په لار یې هم نه یو .

زما په عامیانه پوهه او اصطلاح ازادي او خپلواکي دې ته وایي چې وګړي په خپل هیواد کې د الله تعالی او رسول الله د غلامۍ حلقه په غاړه او د نورې نړۍ له هر راز فشار او قیوداتو پرته په خوښۍ سره ژوندانه ته ادامه ورکړي او د حساب ، کتاب او سزا ، جزا دفتر یې یوازې الهي وي بل هیڅ تشویش او ستړیا ونلري خپل کلتور ، سیاست او سرحدات په خپل اختیار کې ولري د ژوندانه کړه وړه یې اسلامي او د پردیو له شباهته پاک وي، خارجي او داخلي روابط یې خپل او چاته محتاج او یا په سوال نه وي، دوستي او د ښمني یې هم د حب فی الله و البغض فی الله د فورمول له مخې وي لنډه دا چې د الست د تعهد عملي مظاهره يې کړې وي.

راشئ چی اوس لږ ګریوانه ته سر ښکته کړو او ښه ځیر شو: لمړی ځان ، کور مېرمن او اولادونه ، کلی او دیار ، ولسوالي او ولایت ، فرهنګي او علمي مراکز ، سیاسي روابط، تجارتي، حقوقي اړخونه، څومره خپلواک او الهي دي.!؟ او په بله اصطلاح دا هرڅه څومره افغاني دي…!؟

ومن لم یحکم بما انزل الله ………….الایة

آیا زموږ د هیواد مدني او دادګایي چارې په همدغه اصل برابرې دي، او که د امریکا او ناټو او د هغوی د سګ شویو انګریزي فلمونو کردارونو او علماء سوء ترتیب کړی اساسي قانون دی ؟

وقرن في بیوت کن ….. ولا تبرجن …………….الایة

 ایا زموږ خویندې، میندې او لوڼي د قرآن په دې لارښونه عمل کړی او که د ممبئ او مسکو یا فاریس او لندن د تهذیب او تمدن نمونې دي؟ آیا د ښځو چارو وزارت دا ونه غوښتل چې په ملي اردو او پولیسو کی دې ښځو ته ونډه ورکړل شي؟ آیا همدې وزارت بې له کوم محرمه په دفاترو او شرکتونو کې زمونږ افغانې خویندې په وظایفو ونه ګمارلې؟ آیا داسې کورسونه ورته جوړ نشول چې د مصروفیت په فضا کی د پردو نامحرمو په چوپړ کې څرنګه مصنوعي خندا د خلګو خوشحاله کولو لپاره وکړي. ..؟

انما یخشی الله من عباده العلماء …………………..الایة

 آیا زموږ او ستاسو اوسني علماء کرام رښتیا له الله تعالی څخه ډاریږي؟ او دالله دین یی خلکو ته پوره رسولی دی؟ خلکو ته یې حلال او حرام جلا کړي دي؟ آزادي او غلامي یې تعریف کړي دي؟ او که د ډار او ډالر مزدوران شوي دي؟ که د خپل نفس او هوس غلامان شوي دي؟ آیا دوی د رسول الله اتباع په تمامه معنا کړې ده او که د پاکستان ، ایران او امریکا وارثین او زموږ په هیواد کې د هغوی د ګټو محافظین دي …؟

و اطیعو الله واطیعو الرسول و اولو الامر منکم……………………….الایة

 آیا همداسې اطاعت مو کله کړی ده؟ آیا تاسو خپل اولو الامر پېژنی چې اطا عت یې وکړی، که مو تل د یو رهبري شوي ریبوټ اطاعت کړی دی؟ آیا ستاسو اولوالامر همدا زناکاران دي؟

ولا تقربو الزنا…………………..الایة

 څومره عمل پرې شوی ؟ ایا هره ورځ هر دفتر کلی او کوڅه مکتب او پاکولته شاپنګ سنټرونه او روغتونونه مو څومره فحشا ته نیږدی کوي؟ آیا تراوسه پورې د زنا د منع کولو لپاره الهي قانون ته په هېواد کې مراجعه شوې ده؟

کنتم خیرا امت اخرجت لناس تا مرون بالمعروف و تنهون عن المنکر………………….الایة

ایا مونږ ددې آیت برعکس بوختیا نلرو؟ هره ورځ ملت د ډیموکراسۍ لورته نه رابولو؟ آیا مونږ په منکر او ناروا کړنو کی مډالونه نه ترلاسه کوو؟ آیا زمونږ داعیان ( تبلیغیان ) د بل په لمسون سر چپه ندې روان؟ آیا دوی مخصوصو اعمالو ته له بلنې پرته کوم فرضي جهاد ته بلنه ورکړې؟ آیا دوی د ضرورت مطابق دعوت چلولی دی؟

و قاتلوا المشرکین حتی لا تکون فتنة………………..الایة

ایا واقعا مو داسې کړي دي؟ که مو مشرکینو ته د فتنې بازارونه پرانیستي او احیانا د یو چا د خوشالولو لپاره مو کله نا کله کوم مشرک و ژلی دی او که مو مشرک ته د احترام سر ښکته کړی دی؟ آیا مونږ مشرکینو ته د سرسخته دښمنانو په سترګه کتلي دي او که د سرسخته دوستانو په سترګه ورته ګورو؟

ولن ترضی عنک الیهود و النصری حتی…………………..الایة

ایا موږ اوس د دوی ملت ګرځیدلي نه یو؟ او سره لدې چې دوستان مو ورته ویلي دي، آیا دوی له موږ څخه راضي دي؟ ایا زموږ امنیتي تړون او دوستي ددې ایات لارښونه ده؟ آیا ددوی د رضا لپاره د اسلام په جامه کې صلیبي مفتي زمونږ د وژلو فتوا بیا بیا ورنکړه، خو تاسو فکر وکړئ چې اوس به هم همدا صلیبیان له مونږ څخه راضي وي؟

واعتصموا بحبل الله…………………الایة

ایا موږ د الله رسۍ ( دین ) د یووالي په موخه نیولې ده، او آیا د آی ایس آی، سي آ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close