”۴۲ سلنه امریکایان“ افغانستان کې د امریکا له جګړې ناخبره دي

یوه تازه ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې د احتمايي امریکايي رایه ورکوونکو ۴۲ سلنه په افغانستان کې د امریکا له جګړې ناخبر دي او یا هم وايي چې دا جګړه نوره ختمه شوې ده.

د راسموسن ریپورټس په نوم نظرپوښتونکې ادارې د یوې نظرپوښتنې دا پایلې تېره ورځ، د زمري پر اتمه، خپرې کړې دي.

د دې نظرپوښتنې د پایلو له مخې، ۵۸٪ احتمالي امریکايي رایه اچوونکي پوهېږي چې امریکا نږدې ۱۷ کاله وروسته بیا هم د افغانستان په جګړه کې ښکېله ده. خو ۲۱٪ نور فکر نه کوي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه لا هم روانه ده، او ۲۱٪ نور نه پوهېږي چې ایا په افغانستان کې د امریکا جګړه روانه ده او که نه.

کارپوهان وايي، د افغانستان له جګړې د امریکايانو د ناخبرۍ لامل د افغانستان په اړه د امریکايي رسنیو بې پروايي ده. ویل کېږي د امریکايي رسنیو ۹۰٪ پام ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته دی او د افغانستان اړوند فعالیت یې تر دې اندازې کمزوری دی چې امریکايان هلته د خپل پوځ له شتون او جګړې هم ناخبره دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close