‎افغان ځواکونه: د نړیوالو ځواکونو له هوايي بریدونو پرته طالبان نشي ماتېدلی

کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې طالبانو له امنیتي ځواکونو څخه ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې افغان دولت یې د سختې اندېښنې سره مخ کړی، او حتی امریکایي کارپوهانو د افغانستان د سیاسي سقوط خبرداری هم ور کړ.
د هېواد سیاستوال او پوهان د هېواد د روانې وضعې لامل دوه سری رژیم (ع، غ) بولي.
اوسمهال د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندان جنرال داوود شاه وفادار رسنیو ته ویلي دي چې «د نړیوالو ځواکونو له هوايي بریدونو پرته طالبان نشي ماتېدلی.»
امریکایي او افغان قومندانان هم دا مني چې د هوايي ځواکونو عملیات په هېواد کې د وسلوالو پر خلاف ښه تمامیږي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان چې د کار موده یې په پوره کېدو ده، جنرال جان کمپبل هم په دې اند دی چې د افغان ځواکونو سره تر ټولو غوره مرسته اوهمکاري امریکایي ځواکونو ته د قوې د استعمال اجازه ور کول دي.‎

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close