‎د تنکیو ماشومانو یرغمال نیونې هم د ملی وحدت حکومت زیږنده دی

سر لیکنه

د ملی وحدت حکومت له راتلو سره سم پر مظلوم او غم ځپلی ولس او ملت دډول ډول فجایعو توره وریځ راټیټه شوی، هره ورځ مو مظلوم هیواد وال په ډول ډول طریقو وژل کیږي، تښتول کیږي زندانونو ته اچول کیږي په ټانکونو پوري تړل کیږي او راښکل کیږی او تر ټولو فجیع ترینه طریقه یې لا دا چی تنکی ماشومان مو د داسی یوی وحشي ډلی ‍لخوا په خورا بی بیرحمانه توګه تښتول کیږی او وژل کیږی خو حکومت مو له دی عاجز دی چی مخه یی ونیسی او د خپلو خلکو ساتنه وکړی.
په تیرو اتلسو کلونو کی مو ولیدل چی بی شمیره مظلوم خلک مو د همدغی جنایتکاری ډلی لخوا وتښتول شول، په تورو کوټو او زیرزمینیو کی واچول شول کورنۍ یی د په لکونو ډالرو په بدل کی په خوشی کولو تهدید کړای شول ځینو چې د یادو پیسو له ورکړی توان نه درولد د زړه ټوټی یی په خورا بیرحمانه ډول ووژل شول چی مشهور یی دولس کلن ماشوم اباسین وو او وورستنی وحشت یې د تیری ورځی د شپږ کلني مهسا تښتول او په خورا بیرحمانه توګه وژل دی.خو حکومت مو ایله د خپلو مخالفینو په وژلو بوخت دی او د خلکو د کورونو په بمبارولو او دی ته وخت نلری چی د خپلو خلکو د امنیت ساتنه وکړی، څوک په لوی لاس د خلکو پر کورونو ړندی بمبارۍ کوی او تنکی ماشومان وژني نو حتما په دی قتلونو کی هم سره شریک دی ځکه په دواړو ډولونو وژلو کی هدف یواځی ډالر ترلاسه کول دی
تاسی په کابل کی د پاکستان سفارت مخکی ته سر ورښکاره کړۍ چی د جنرال کسانو دغلته هم دیره جوړه کړی او هیوادوال مو د ویزو لګولو په مقابل کی شکوی او له هر یوه مجبور انسان نه نږدی سل یا دوه سوه ډالره پر هغه ویزه اخلی چی د پاکستان حکومت لخوا مفته ورکول کیږي. فعلی حاکم حکومت چی په هر ډول فجایعو ترلاسه کولو ډالر ترلاسه کولای شي مخ تری نه اړوی که هغه د دین، ناموس او هیواد په پلورلو هم تمام شي.‎

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close