‎ولسمشر غني وایي، پر هوايي ځواک به نوره پانګونه هم وکړي

کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، هاشمي عبدالله
ولسمشر اشرف غني نن د هوايي ځواک د نندارې د مراسمو په لړ کې وویل چې دوی به پر هوايي ځواک نوره پانګونه هم وکړي.
ولسمشر غني نن په دغه مراسمو کې چې د افغان هوايي پوځ د الوتکو او امکاناتو د لیدلو او نندارو غونډه وه، د هوايي ځواکونو په مدح کې وویل، دوی چې په دومره سختو شرایطو کې افغانستان ته خدمت کړی دی، نو افغان حکومت به یې هم له پامه و نه غورځوي.
ولسمشر غني همدا شان د هېواد دفاعي، امنیتي ارګانونو او بهرنیو ځواکونو له مسئولینو څخه په مننې سره وویل چې دوی د پوځ ښه خدمت کړی دی، او په وړاندې یې سرښندنې ته تیار دي.
ولسمشر غني دا ژمنه هم وکړه چې هوايي ځواکونه به شپه او ورځ د هېواد هرې برخې ته ځانونه ورسوي.
ولسمشر غني همدا شان وویل چې زمونږ جنرالان د وینو تږي نه دي، مونږ ټول په سوله باور لرو، دا سوله هم د جنګ په ډګر کې ګټو هم د سیاست په ډګر کې.
ده له خپلو جنرالانو سره ژمنه وکړه چې هغه لاسته راوړنې چې تاسې د جګړې په ډګر کې ترلاسه کړي، د سیاست په ډګر کې نه ضایع کېږي.
د یادولو ده چې په دا وروستیو کې افغانستان ته هند او امریکا څو الوتکې هم ور کړې، چې دا مهال د افغانستان پوځ سل فعالې الوتکې لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close