‏غزني: د مقر ولسوالي په شاوخوا پوستو او امنیې قوماندانۍ جګړه روانه ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۲)

راپورونه وایي چې د غزني ولایت د مقر پر ولسوالۍ نن شپه شاوخوا یوه بجه جګړه پیل شوې او یو شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جګړې په پیل کې د یادې ولسوالۍ په ګودام کلا سیمه کې د ملي اردو په ستره قرارګاه د موټر بم برید شوی.
طالبانو ویلي ، په برید کې یې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالب ویاند ویلي چې په ورته وخت کې یې د یادې ولسوالۍ مربوط عزت کلا، چنبرانو او بهرانه سیمو کې د سیمیزو پولیسو (اربکیانو) پر پوستو بریدونه پیل کړي.
د غزني یوې امنیتي سرچینې چې له نوم اخیستلو یې ډډه کوله وویل؛ اوسمهال وسله وال قومندانۍ ته ننوتلي د امنتي ځواکونو سره جګړه روانه ده.
دغه راز د کابل- کندهار لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
باید وویل شي چې په ورته وخت کې د همدې ولایت د اندړو ولسوالۍ هم تر سختې محاصرې لاندې ده
دا بریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې دوه ورځې وروسته به طالبان د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې درۍ ورځنی اوربند پیلوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close