‏‎ارزګان_ هلمند کې “۴۵“ امنیتي سرتیري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷لړم ۲۳)

امنیتي سرچینې وایي چې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د ارزګان ولايت د ولايتي شورا مرستيال محمد کريم کريمي وایي، طالبانو تیره شپه د مرکز ترینکوټ اړوند د پای ناوې په سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر ګډه قرارګاه بریدونه پیل کړل چې تر سهار یې دوام وکړ.
نوموړی وایي په دې بریدونو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
بلخوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې په دې بریدونو کې یې بشپړ کنډک او درۍ امنیتي پوستې نیولې.

نوموړی وایي په دغو بریدونو کې یې  ۳۳ تنه امنیتي سرتیري وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند دنهرسراج دالکوزو شاخ په سیمه کې د ملي اردو په یوه پوسته دننه کې درنه چاودنه شوې.
د سیمې خلک وایي د چاودنې ژغ تر لرې ځایونو اوریدل شوی خو د تلفاتو په هکله یې مالومات نه لري.
طالبانو د پیښې پړه منلې او ویلي یې دي چې لومړی یې پر پوسته د لیزري وسلو په مټ بریدونه وکړل چې بیا یې د یوه تکتیک له مخې پوستې ته انفجار ورکړ او ۱۲ تنه د ملي اردو عسکر یې په کې ووژل.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په همهاله توګه په میدان وردګو، لوګر، تخار او غزني ولایاتو کې هم پرمختګونه کړي او دولت پلوه ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close