‫کاهو او ګټې یې

کابل ټکی کام ۱۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
کاهو چې په عربي کې ورته (خس) او په ترکي کې ور ته (خاس) وايي، د سلولوز موادو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې ډېره ښکلې بڼه لري او په تېز سرعت سره هضم کیږي.
ډوډۍ پوهېدونکي وايي چې کاوو د (A.B.C) ویټامینونو درلودونکی دی، او همدا شان د کاهو په پاڼو کې ویټامین (E) کشف شوي دي، چې د نسل د پيدایښت سبب ګرځي.
کاهو اراموونکی خاصیت لري چې وینه تصفیه کوي، قبضیت او لوږه له منځه وړي، د مخ د قیافې ښایستوالی ساتي.
تحقیقات ښيي چې د کاوو پر اوبو مخ مینځل، مخ ته ښایسته بڼه ور بښي.
علماء د کاهو په اړه وایي، کاهو د سلفیډ، سلفایت، فاسفوریک اسید، مس، کاربونینټ او داسې نورو موادو لرونکی دی.
کاهو د وینې د بهېدو او د وېښتو د تویېدو او سپینېدو مخه نیسي، کاهو په اشتها پیدا کولو او د مخ په ښایستوالي کې مهم رول لوبوي، همدا راز بې خوبي، لوږه، د هډوکو بخار، له منځه وړي، وینه منځ ته راوړي، د معدې درد، سر درد او د هډوکو درد اراموي، او داسې نورې ډېرې ګټورې فایدې لري.
علماء وايي، باید کاهو له ډوډۍ وروسته ښه وژول شي، او بیا وخوړل شي تر څو ګټور ثابت شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close