غزل

دهقان!

داسې وخت به راشي،چې زه بیا هاغه دهقان شمه
بیا چې پړی واخلمه،او غره ته ور روان شمه

بیا چې د جومات ملا،زیارت ملنګ یاران کړمه
بیرته چې سپیڅلی د رڼو اوبو په شان شمه

بیا چې شړک باران وي،موږ په غره کې لاره ورکه کړو
ته چې دعاګانې کړې او زه اذان، اذان شمه

بیا چې مازیګر کې د رود شور ته ټپې ووایم
ټول مې چې سندره کړي،ټول رومان،رومان شمه

بیا چې شپه د باغ د ونو منځ نه سپوږمۍ وګورم
بیرته چې شاعر شمه، بیرته غزلخوان شمه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close