د کندز فتحه د شمال فتحه

د کندز فتحه د شمال فتحه

لیکنه : هدایت الله نیازی

 بالآخره دسختي محاصري نه وروسته کندز د لوی الله په نصرت او د اسلام دلارې دسرښندنکو مجاهدینو په قربانیو فتحه شوه. تردې د مخه چې مجاهدین د کندز ښار فتحه او زندان يې مات کړي په کندز کې مزدورو ملیشو رسنیو ته وویل چې تر وروستي سلګې به د کندز د ښار نه دفاع کوو خوچې کله یې د اسلام د مجاهدینو له خوا د الله اکبر نعره او د وسلو د تندریز آوازونه واوریدل د تېښتي لار ترې ورکه شوه، په هغو موتړو کې چې د ښار ددفاع لپاره ورکړل شوی ؤ د تېښتي لار ئې ونیوله یو له بله لکه له لندۍ نه چې غشي ایشتل کیږي له کندز ښاره په منډه ؤ.

داسلامی امارت مجاهدینو نه یوازې داچې مزدور ملیشه ئې تېښتي ته مجبوره کړه بلکه د کندز ښاریانو ته دسولې او په زندان کې زندانیانو ته ئې د آزادی پیغام ور ووړ. هغه دوستم چې په فاریاب کې د پنځه زره کسیز پوځ په وړاندي د عملیاتو پر مهال غړمبیده اوس ئې له خولې یوه خبره هم رسنیو ته نه را ووځي.

هغه د ځانه بی دفاع دفاع وزارت چې تل به ئې رسنیو د خپل پوځ په اړه اولس ته دهېواد دساتني ډاډ ورکاوه رسنیو ته له شرمه سر نه راپورته کوي ددفاع وزات چارواکی پوهیږي چې د کندز د ښار دلاسه ورکولو په اړه هیځ ځواب نلري؛ او نه دکومې رسنۍ په وړاندي څه ویلې شي.

هو کندز فتحه شوه د دری ورځو را پدیخوا د کندز دښاریانو خوب حرام شوی که دکندز ښار ونیسي زمونږ ژوند او برخلیک به څه وي یو شمیر غربي رسنیو چې داسلام او مسلمانانو پر خلاف پروپاګند ئې رسمي دنده ده دمخه ئې ډنډوړه کړی وه چې د کندز ښاریانو دطالبانو لخوا د کندز په نیولو سره په خطر کې دی .

دفاع وزارت ښاریانو ته بیا بیا ډاډ ورکاوه خو لله الحمد د کندز د ښاریانو ویره او په زړنو کې ور آچول شوی اندیښنه د اسلامي امارت دمشر ملا اختر محمد منصور په اعلامیه چې د کندز دښاریانو په اړه خبره شوه دکندز دښاریانو ټولی اندیښنې لري شوي او د اسلامی امارت مجاهدینو ته ئې د زړونو له تله هر کلی ووایه.

اوس پوښتنه دا راپیدا کیږي چې یوازي د کندز فتحه نه بلکه د کابل دبې واکه دولت لپاره دشمال فتحه ده دشمالي ولایاتو اولس هم د ځائي او دلارو په اوږدوکې دپولیس او ملیشو د غیر اسلامي او غیر اخلاقی نه تر داره تنګ شوي دي. دشمالي ولایاتو اوسیدونکي هم دکابل له اداری او داړه مارو پولیسو نه ځان ژغورنه غواړي چې د کندز فتحي دشمال فتحه شوني کړه. دکندز چارواکې وائې په هوائې ډګر کې ئې د ښار دبیرته تر لاسه کولو لپاره تابیا نیولی ده خو پدي ندی خبر چې دښار په څیر دهوائې ډګره هم پولیس تښتیدلي دي.

دا دوخت څخه دمخه ده چې دکابل اداره به دکندز ښار د نیولو لپاره پلان لري او که پدي غور کوي چې دشمال ددفاع لپاره څرنګه د طالبانو مخه ونیسي ځکه اوس دهرچا په ذهن کې د کندز فتحه دشمال فتحه ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close