طالبانو د بدخشان بهارک ولسوالۍ هم ونيوه

کابل ټکی کام ۱۰میزان/۱۳۹۴: قدرت الله حسین

وسله والو طالبانو په تازه بريدونو کې د بدخشان ولايت بهارک ولسوالۍ هم په بشپړ ډول نيولې ده.

طالبانو د يوې اعلاميې له لارې رسنيو ته ويلي دي، چې د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ يې نيولې ده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په جګړه کې د ګڼو دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې او غنيمتونو نيولو خبر هم ورکړی دی.

ياده دې وي چې تېره ورځ هم طالبانو د بدخشان ولايت وردوج ولسوالۍ په بشپړ ډول نيولې وه او لا هم د دوی په کنترول کې ده.

جوزجان:

د يوه بل خبر له مخې په جوزجان ولايت کې هم پر خم آب ولسوالۍ له درې لوريو څخه بريدونه پيل کړي، چې اوسمهال سخته جګړه دوام لري.

د سيمې خلک وايي، جګړه تونده ده او شايد طالبان ولسوالۍ په بشپړ ډول ونيسي.

دولت تر دې دمه د يادو دواړو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close