غزل :  ابراهيم حسنزی

لکه سپین ستوري دسپوږمۍ په سالو پورې نه شول

منم فضا ته خلک وختل خو ستوري نه شول

کمزوري نورهم شول کمزوري بس پدې وطن کې

زورور نورهم زورور شول خوکمزوري نشول

اوس به مې پاڼې ،پاڼې ځان راټولولو چېرته

ښه وو باڼه چې دجانان زماپه لورې نه شول

دستاپه سرکله ھم لمردغم ختلی ندی

زماپہ سرکله ھم ستا د زلفوسیوري نشول

زہ دایمان زہ دپښتو خیال پکې ساتم گله!

گنې وختونه ھسې نه چې پہ زړہ پورې نشول

له ډیرہ زیارہ سرہ بیاھم لکه ستا د چارگل

داسې غمي غمي زما دغزل تورې نشول

حسن زی داسې ځوانیمرگ کړم دیارتوروسترگو

پورہ ارمانونه مې دزړہ ادکې مورې نشول

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close